ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کوټ ولسوالۍ اوسېدونکي:  جګړو کې وران شوي کورونه راته ورغوئ

د کوټ ولسوالۍ اوسېدونکي: جګړو کې وران شوي کورونه راته ورغوئ

author avatar
21 Sep 2020 - 11:21
د کوټ ولسوالۍ اوسېدونکي:  جګړو کې وران شوي کورونه راته ورغوئ
author avatar
21 Sep 2020 - 11:21

جلال اباد (پژواک، ۳۱ وږی ۹۹): د ننګرهار د کوټ ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د حکومت او داعش وسله والو ترمنځ په نښتو او هوايي بريدونو کې يې سلګونه کورونه ړنګ شوي چې د حکومت د بياځلي ژمنو سره لا هم ورته نه دي رغول شوي.

دوی وايي، خپله يې د رغونې توان نه لري او حکومت هم ورته خاص پاملرنه نه کوي، خو ټينګار يې دا دی چې حکومت دې ورسره خپله کړې ژمنه عملي او له دوی سره دې دغه برخه کې مرستې وکړي.

د ځايي خلکو په خبره، کله چې په ۱۳۹۳ کال کې داعش وسله والو سر راپورته کړ نو دې ولسوالۍ کې يې هم فعاليتونه پيل کړل چې خلک يې کډوالۍ ته اړ او بيا وروسته د حکومت او دغې ډلې په جنګونو او هوايي بريدونو کې د دوی سلګونه کورونه ړنګ او وسوځول شول.

هغوى وايي، کله چې دوی پاڅون وکړ او داعش ته يې خپله سيمه کې ماتې ورکړه دا پنځم کال دی چې حکومت ورسره د دوی د کورونو د بيارغونې ژمنه کړې خو لا يې هم دوی ته کورونه نه دي رغولي.

ځايي قومي مشر اميرجان کوټوال پژواک اژانس ته وويل، حکومت ورسره په ځلونو غولوونکې ژمنې کړي او حتی ولسمشر ورسره په ځانګړې توګه ژمنه کړې چې کورونه به يې رغول کېږي خو لا هم سلګونه مېنې ويجاړې پرتې دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، که څه هم سيمه ييزې ادارې سروې کړې وه او د ړنګو شويو کورونو شمېر يې ۱۲سوه ښودلی، خو امکان شته چې له دغې سروې لرې پرتې او غرنۍ سيمې پاتې وي او شمېر يې تر ۱۶سوه کورونو رسېږي.

هغه زياته کړه، همدا اوس هم د دغې ولسوالۍ سلګونه کورنۍ د کورونو د ړنګوالي له امله په نورو سيمو کې د کډوالۍ ژوند کوي او له دولت يې غوښتنه وکړه چې بايد د دوی دا ستونزه حل او خپل ژمنه عملي کړي.

٦٠ کلنه بصري د کوټ ولسوالۍ د سيد احمد خېلو د سيمې اوسېدونکې ده، وايي چې کله  داعش وسله والو جګړې ډېرې کړې، نو دوی مجبور شول پېښور ته کډه وکړي خو کله چې بېرته راستانه شول کور يې ړنګ شوی و او اوس د خپلوانو په کور کې اوسېږي.

هغې زياته کړه: ((دلته داعش راغلي وو، دلته په کورونو کې پراته وو، کورونه يې وران ويجاړ کړل، موږ له دولت نه غوښتنه کو چې کورونه راله جوړ کړي، چې د بل له همسايه توب او کډوالۍ خلاص شو. موږ يې خپله وس نه لرو.))

د همدې ولسوالۍ د سه پای سيمې اوسېدونکی اختر محمد وايي، داعش وسله والو پر دوی د نورو ظلمونو سربېره د دوی کورونه ړنګ، کډوالۍ ته يې اړ او اوس له ستونزو سره مخ دي.

هغه زياته کړه، چې وسله والو ډېر کورونه سوځولي هم دي او له کورونو يې مالونه او نور توکي هم له ځانونو سره وړي و، ځکه خو دوی د دولت مرستې ته اړ دي چې په دغه برخه کې ورسره همکاري وکړي.

د کوټ ولسوالۍ ولسوال نجيب الله رحماني هم پژواک اژانس ته وويل، جګړو په دغې ولسوالۍ کې د ۱۲سوه کورونو، ګڼ جوماتونه، ښوونځي، سړکونه، پلونه او پلچکونه ړنګ کړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.