کابل (پژواک، ۳۱ وږی ٩٩): د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش وایي چې د تیرې ورځې له خبرو يې موخه قومي او شخصي نه وه، بلکې غوښتل يې چې د جمهوریت او سلطنت نظامونه سره پرتله کړي.
د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش چې پرون له ولسمشر غني سره يوځاى باميان ولايت ته تللى و د يوې غونډې پرمهال وويل چې: ((طالباني نظام د سدوزيي او محمدزيي له سلطنت سره چې له ۱۷۴۷ څخه تر ۱۹۷۸ پورې يې پر افغانستان څه باندې ۲۳۰ کاله حکومت وکړ، د روح او محتوا له نظره هيڅ توپير نه لري.))
د هغه په وينا، په هماغو نظامونو کې هم د يوې قبيلې يوې وړې ډلې په موروثي، استبدادي او ديکتاتوري ډول پر افغانستان حکومت وکړ، د امارت په نظام کې هم د ټول عمر لپاره د یوه ملت پر برخلیک د اتباعو د اساسي حقونو له رعایت، عمومي ازاديو او حتى له اساسي قانون څخه پرته د يوه فرد حکومت مطرح دی. د امارت نظام له قانونه پورته نامحدود او مطلقه دی.
خو د ولسمشر دویم مرستیال سروردانش نن د سولې نړیوالۍ ورځې په مناسبت یوې غونډې ته وویل چې د تېرې ورځې له خبرو يې موخه قومي او شخصي نه وه، بلکې غوښتل يې چې د جمهوریت او سلطنت نظامونه سر پرتله کړي.
هغه زياته کړې: «زه احمد شاه بابا، امان الله خان او ټولو تاریخي شخصیتونو ته درناوی لرم.»
هغه همدارنګه وویل، حکومت په تېرو دوو کلونو کې ګام په ګام له سولې پروسې ملاتړ کړی، نو ځکه نن دولت او طالبان د مذاکراتو مهم پړاو ته داخل شوي.
دده په وینا، هيڅوک د جګړې له لارې بريالي کېداى نه شي، د سولې مذاکرات دې په داسې ډول مدیریت شي چې افغانان باعزته سولې او تلپاتې امنیت ته ورسيږي.
دغه راز په ياده غونډه کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح وویل، د سولې په خبرو کې د بیان ازادي باید نوره هم ازاده شي او هېله یې څرګند کړه چې دا ورځ راتلونکې ده.
صالح هم په هېواد کې پر تلپاتې او باعزته سولې ټينګار وکړ.
د يادونې ده چې له شاوخوا لسو ورځو راهيسې د قطر په دوحې ښار کې د حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ د سولې مذاکرات روان دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن