ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سلګونو ديني عالمانو د بين الافغاني خبرو د بريا غوښتنه وکړه

سلګونو ديني عالمانو د بين الافغاني خبرو د بريا غوښتنه وکړه

author avatar
21 Sep 2020 - 16:21
سلګونو ديني عالمانو د بين الافغاني خبرو د بريا غوښتنه وکړه
author avatar
21 Sep 2020 - 16:21

مزارشريف (پژواک، ۳۱ وږى ۹۹): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف کې څه باندې زرو ديني عالمانو او قومي مخورو په يوې غونډه کې د سولې بين الافغاني خبرو د برياليتوب غوښتنه وکړه.

دوی په هغه غونډه کې راټول شوي وو، چې د الکوزي سوداګريز شرکت له خوا پر ديني علماوو، مدرسو او مساجدو د قرانکريم او تفسير د وېشلو په موخه جوړه شوې وه.

د دې تر څنګ دغه ديني عالمان وايي، چې افغانستان کې د جنګ دوام نور د زغملو نه دی او ښکېل اړخونه بايد ژر تر ژره پر يوه بشپړ اوربند توافق وکړي.

د شمال زون د ديني علماوو د ټولنې مشر سيد محسن حسيني پژواک ته وويل، چې افغانان نور له جګړو ستړي او سولې ته اړتيا لري.

هغه زياته کړه، چې د بين الافغاني خبرو پيل د سولې پروسې د برياليتوب برخه کې مهم او اغېزمن ګام دی.

ده غوښتنه وکړه، چې روانې بين الافغاني خبرې بايد په بريالۍ توګه مخ ته لاړې شي.

دغه ديني عالم زياتوي، چې روانې جګړې په تېرو څلورو لسيزو کې له افغانانو زياته قرباني واخيسته او نور يې دوام د  زغملو نه دی.

ديني عالم مولوي محمد رسول بلخي بيا په خپلو خبرو کې له هر څه وړاندې د بشپړ اوربند ټينګېدو غوښتنه وکړه.

هغه همدا راز وويل، چې بين الافغاني خبرې دې د بهرنيو استخباراتي کړيو له لاسوهنې لرې ترسره شي.

نوموړي زياته کړه: (( مهم خبره دا ده، چې د روانې قربانې او وژنې مخه ونيول شي، د دې لپاره اړينه ده چې دواړه جانبه پر اوربند توافق وکړي)).

د هغه په وينا، د افغانستان مطلق اکثريت خلک مسلمانان دي او هر افغان د يوه داسې نظام درلودو غوښتنه لري، چې د خلکو حقوق په کې خوندي وي او جګړه په کې ځای ونه لري.

د ولسمشر ستر سلاکار عبدالرشيد ايوبي هم په دغه غونډه کې ګډون درلود.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.