ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نور: بلخ کې د تیرو دریو ورځو پرمهال ۳۰ سرتیري وژل شوي

نور: بلخ کې د تیرو دریو ورځو پرمهال ۳۰ سرتیري وژل شوي

author avatar
21 Sep 2020 - 19:36
نور: بلخ کې د تیرو دریو ورځو پرمهال ۳۰ سرتیري وژل شوي
author avatar
21 Sep 2020 - 19:36

مزارشريف ( پژواک، ۳۱وږی، ۹۹) : د بلخ پخوانی والي او د جمعيت ګوند اجرايي رييس عطامحمد نور وايي، چې د بلخ په وروستيو نښتو کې له دېرشو ډېر دولتي ځواکونه وژل شوي دي.
نور د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې امنيتي ځواکونو ته دغه تلفات د بلخ – جوزجان پر لويه لاره، شورتېپې او بلخ ولسواليو کې اوښتي دي.
نوموړي د امنيتي ځواکونو دغه تلفات زړه بوږنوونکي او د خواشينۍ وړ بللي دي.
هغه همدا راز زياته کړه، چې له خاورې او وطن څخه د افغان سرتېرو دغه قرباني د ستايلو وړ ده.
خو په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو وياند حنيف رضايي د وږي په ۳۱مه، پژواک سره خبرو کې د امنيتي ځواکونو پر تلفاتو ناخبري وښوده.
هغه وويل، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دوی د افغان ځواکونو د تلفاتو په تړاو کوم راپور نه لري.
په ورته مهال بيا په بلخ کې يوه امنيتي سرچينه وايي، چې په تېرو دوه ورځو کې دغه ولايت کې له طالبانو سره نښتو کې يو شمېر سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
طالبانو هم تر اوسه په دې تړاو په رسمي ډول څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.