ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: د سولې لپاره بايد ټول يو بل ومني

ولسمشر غني: د سولې لپاره بايد ټول يو بل ومني

author avatar
21 Sep 2020 - 18:55
ولسمشر غني: د سولې لپاره بايد ټول يو بل ومني
author avatar
21 Sep 2020 - 18:55

کابل (پژواک، ۳۱  وږی ٩٩): ولسمشر محمد اشرف غني، سوله د ټولو افغانانو غوښتنه بولي او وايي چې د سولې لپاره بايد ټول يو بل ومني.

دغه څرګندونې ولسمشر محمد اشرف غني نن د سوالې نړيوالۍ ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وکړې.

ده وويل چې سوله د ټولو افغانانو یو بشري حق دى او حکومت د خلکو له دغه حق څخه ملاتړ کوي.

ده وویل: « زموږ راتلونکى باید د قانون پر بنسټ وي او د افغانانو ټولې لاسته راوړنې باید د سولې په پروسه کې وساتل شي.»

نوموړى وايي چې سوله د ټولو افغانانو غوښتنه ده او زياتوي چې د سولې لپاره بايد يو بل ومني.

غني زياتوي: «زموږ د مطلوبې موخې په برخه کې چې جمهوريت دى، نړۍ مطلقا د افغانستان اسلامي جمهوریت سره ولاړه ده.»

دغه راز په ياده غونډه کې د ملي پخلاینې عالی شورا مشر عبدالله عبدالله وويل چې افغانان باید د سولې لپاره سره متحد پاتې شي او د سولې لپاره رامنځته شوی اوسنی فرصت له لاسه ورنه کړي.

هغه وویل، د سولې لپاره باید د سولې ژبه وکارول شي او حکومت د سولې خبرو کې د ارزښتونو پر ساتنې ټینګار کوي، او خلک باید باور پرې ولري.

هغه وویل:« د افغانستان شرایط له تېرو ۱۹ کلونو سره توپیر لري، ۱۹ کاله مخکې موږ د بن هوکړې ته ولاړو چې په پایله کې یې لنډمهاله حکومت رامنځته شو او بالاخره انتقالي حکومت بیا ټاکنیزو حکومتونو ته ورسېدو. نو په بشپړه توګه یوه توپير لرونکي وضعیت کې یوو.»

دده په وینا، سولې په خبرو کې داسې عوامل دي چې د افغانستان د خلکو په ګټه دي او داسې عوامل دي که چېرې دقت ونه شي د خلکو په زیان دي.

د يادونې ده چې شاوخوا لس ورځې وړاندې د قطر هېواد په دوحې ښار کې د حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ د سولې خبرې پيل شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.