ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګه: د ملي دسترخوان پروګرام رد شوی دی

ولسي جرګه: د ملي دسترخوان پروګرام رد شوی دی

author avatar
21 Sep 2020 - 17:41
ولسي جرګه: د ملي دسترخوان پروګرام رد شوی دی
author avatar
21 Sep 2020 - 17:41

کابل (پژواک، ۳۱ وږی ۹۹): د ولسي جرګې ځینو غړو یو ځل بیا د "ملي دسترخوان" پروګرام غیر شفاف بللی او ویلي یې دي چې دغه برنامه منتفي او رد شو ې ده او اجازه به ور نه کړي چې د دغه پروګرام په اړه د ولسي جرګې مصوبه تر پښو لاندې شي.

ولسمشر د چنګاښ په ۲۹ مه د ملي دسترخوان پروګرام پرانیست او ويې ویل چې د دغې برنامې له لارې به د ۲۴۴ ميلیونه ډالرو په ارزښت خواراکي توکي خلکوته ووېشل شي.

ولسي جرګې د روان کال د چنګاښ په ۳۱مه یاد پروګرام رد کړ؛ خو حکومت هغه ونه مانه او د هغه پر تطبیق یې ټینګار وکړ.

د دغې جرګې د نن ورځې په ناسته کې یو ځل بیا د ملي دسترخوان د پروګرام په اړه خبرې وشوې.

په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو استازي عبدالستار حسیني وویل چې د ملي دسترخوان تطبیق، ملي خیانت دی.

هغه د یادې برنامې پر غیرشفافیت له ټینګار سره وویل: «موږ په افغانستان کې نور لومړیتوبونه لرو چې باید تطبیق شي، نه ملي دسترخوان.»

په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازي عبدالقیوم سجادي هم د ولسي جرګې د پرېکړو نه تطبیق د ملت کور ته سپکاوی وباله او ويې ویل چې یوازې دغه برنامه نه ده، بلکې ډېر تقنیني فرمانونه او لګښتونه ترسره کېږي چې نه قانوني مبنا لري او نه هم پارلمان پرې خبر دی.

نوموړي زیاته کړه، د خلکو اقتصادي ستونزې درک کوي؛ خو د دغه پروګرام لپاره ټوله ځانګړې شوې بودجه غلا  کیږي او د نورو خلکو جیبونو ته ځي.

سجادي وړاندیز وکړ چې حکومت او ولسي جرګه دې مخامخ سره کېني او د اړمنو کسانو لپاره دې د مرستې پر یوه بله طرحه هوکړې ته سره ورسیږي او وروسته دې يې عملي کړي.

 په دغه جرګه کې د هرات د خلکو استازي حبیب الرحمن پدرام، دې ته په اشارې چې د نړیوال بانک له اړوندو ۱۷ پروژو، ۳۲۵ ميلیونه ډالر تنقیص شوي دي، وویل چې د ملي دسترخوان پروګرام ته ځانګړې شوې بودجه کومه تازه بودجه نه ده، بلکې د منظور شوې بودجې د نورو پروژو څخه کسر شوې چې د هغو پروژو تطبیق له ستونزو سره مخ کوي.

د هغه په خبره، شاوخوا ۳۰ سلنه بودجه د ۱۳۹۹ کال اړوند ده او ۷۰ سلنه نوره هغه یې د راتلونکو کلونو د تعهداتو لپاره ده او هڅه کوي چې دغه تعهدات د تمویل کوونکو سره په تفاهم ژر مصرف کړي.

 د جرګې یو شمېر نورو غړو هم د جرګې د مصوبې د دفاع په موخه د یادې جرګې د درېدو غوښتنه وکړه او ويې ویل چې حکومت باید د ولسي جرګې مخالفت ودروي او مصوبې ته یې درناوی وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.