ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ٣٠ پېښې ثبت شوي او درې کسان مړه شوي

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ٣٠ پېښې ثبت شوي او درې کسان مړه شوي

author avatar
21 Sep 2020 - 12:18
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ٣٠ پېښې ثبت شوي او درې کسان مړه شوي
author avatar
21 Sep 2020 - 12:18

کابل (پژواک، ٣١ وږى ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٣٠ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۹۰٧٤ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې چې د وږي په ٣١ مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ١٦٥ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ١٢٥ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۹۰٧٤ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ١٧ په بلخ، شپږ په هرات، دوه-دوه په کابل، بادغيس او کندوز او يو هم په کونړ ولايت کې پر کرونا اخته شوي دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې هيڅوک له کرونا ناروغۍ څخه بېرته نه دي ښه شوي.

خو په افغانستان کې د کرونا ويرويس له خپرېدو وروسته تر اوسه ۳۲۵۷۶ کسان له دغې ناروغۍ څخه بېرته جوړ شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله درې کسان مړه شوي چې له دغې ناروغۍ څخه د ټولو مړو شويو کسانو شمېر ١٤٤٤ ته رسيږي.

د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښوونې جدي عملي کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.