ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خوست کې ښځينه فعالانو د اوربند غوښتنه وکړه

په خوست کې ښځينه فعالانو د اوربند غوښتنه وکړه

author avatar
21 Sep 2020 - 15:52
په خوست کې ښځينه فعالانو د اوربند غوښتنه وکړه
author avatar
21 Sep 2020 - 15:52

خوست ښار (پژواک، ۳۱ وږی ۹۹): د خوست د ښځو چارو رياست مسوولينو او ددغه ولايت يو شمېر ښځينه مدني فعالانو د يوې غونډې پر مهال د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د دايمي سولې او اوربند غوښتنه وکړه.

دغه غونډه چې نن د «وږي په ۳۱مه» د افغان پرمختيايي موسسې په همکارۍ د ښځو چارو رياست له خوا د سولې نړيوالې ورځې په موخه جوړه شوې وه، ګډونوالو په يوه غږ هېواد کې روانې جګړې سره مخالفت څرګند کړ.

د خوست د ښځو چارو رئيسې شفيعې نوروزۍ دغې غونډې ته وويل، روانو جګړو تر بل هر چا مېرمنو ته ډېر زيان رسولی، نو لازمه ده چې د هېواد هر وګړی د سولې راتګ لپاره د خپل وس کار ترسره کړي.

نوموړې همدا ډول غوښتنه وکړه، چې ښکېل اړخونه بايد د سولې په بين الافغاني خبرو کې د ښځو ونډې ته پاملرنه وکړي.

هغه وايي: ((تاسې زموږ د سفيرانو په توګه زموږ پيغام په کليو او بانډو کې خلکو ته ورسوئ، چې سوله کې يواځې نارينه رول نه شي لرلی، بلکې ښځې هم بايد په کې رغنده رول ولوبوي او خپله برخه په کې واخلي.))

د نسرين احساني په نوم د مدني ټولنې يوې غړې غونډې ته بيا وويل، زياتره وخت په ملي مسايلو او پرېکړو کې لکه څه ډول چې لازمه ده، هغه ډول د ښځو ونډه په پام کې نه نيول کيږي.

هغې که څه هم په قطر کې د بين الافغاني خبرو له پيل څخه ملاتړ څرګند کړ، خو زياته يې کړه چې دواړه خواوې بايد د سولې په دې خبرو کې د ښځو برخه له پامه ونه غورځوي، ځکه په وينا يې چې روانه جګړه کې دوی ډېر زيان ليدلی.

هغه زياتوي: ((هغه څه چې نارينه سرته رسولی شي، ښځې يې هم رسولی شي او دا مو ثابته کړې هم ده، نو موږ خويندې او وروڼه ټول سولې ته ډېر لېوال يو او د سولې غوښتونکي يو.))

د حميرا نوري په نوم د يادې غونډې بلې ګډونوالې بيا د جګړې له ښکېلو خواوو وغوښتل چې له اختلافاتو لاس واخلي او په يو غږ د سولې لپاره کار وکړي، څو د پرمختګ او خوښۍ لپاره لار هوار شي.

هغې زياته کړه: ((جنګونه او جګړې د افغانانو د وژلو او ټپي کېدو سربېره ټولنيز او اقتصادي زېربناوې زيانمنې او ويجاړې کړې دي. په همدغه سبب دې کړېدلې او ځورېدلي ملت ارمانونه دي چې ژر تر ژر سوله راشي، ځکه چې د قانون حاکميت، د عدالت پياوړتيا،د ازادۍ خونديتوب او برابره پرمختيا د سولې په وجود کې شونې ده.))

ورته مهال دغه ولايت کې د افغان پرمختيايي موسسې (ADA) ولايتي مسوول عبدالصبور هادي غونډې ته وويل، لکه څرنګه چې ښځو ته په جګړه کې ډېر زيان رسېدلی، همدومره د هغوی ونډه د سولې په راوستو کې هم اړينه ده.

هغه غوښتنه وکړه، چې مېرمنې بايد په کليو او بانډو کې د جګړې او تاوتريخوالي خلاف غږ پورته کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.