کندهار (پژواک، ۳۱ وږی ۹۹): په کندهار کې په دوو بېلابېلو پېښو کې پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
شاوخوا یو ساعت وړاندې د کندهار ښار د ۴مې امنیتي حوزې اړوند د نظم خاص په سيمه کې وسله والو پر پولیسو ډزې کړې دي.
یوې باوري امنیتي سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل چې د وسله والو په دغه غلچکي برید کې یو پولیس وژل شوی او بل ټپي شوی دی.
د سرچینې په خبره، برید کوونکي تر برید وروسته تښتېدلي دي.
په ورته توګه د کندهار په تخته پل ولسوالۍ کې د وسله والو او پولیسو تر منځ جګړه شوې چې پر مهال یې درې وسله وال او څلور پولیس وژل شوي دي.پېښه تېره ورځ شوې ده.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، وسله والو د تخته پل ولسوالۍ د ملید پر امنیتي پوسته ډله ییز برید کړی او د دواړو لورو تر منځ درنه جګړه شوې ده.
هغه زیاته کړه، په جګړه کې درې وسله وال وژل شوي او برید په شا تمبول شوی دی.
دی وايي، په دغه برید کې څلور تنه پولیس هم وژل شوي دي.
خو د تخته پل ولسوالۍ یوه امنیتي سرچینه بیا وايي چې برید د درې نفوذي کسانو له خوا شوی دی.
دغه سرچینه وايي، درېیو نفوذي کسانو د ملید پوستې ۷ سرتېري وژلي، د هغوی وسلې او په پوسته کې موجود نور تجهزات یې له ځان سره وړي دي.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
په دې وروستیو کې په کندهار کې د وسله والو په بریدونو کې زياتوالى راغلی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن