کابل (پژواک، ۳۱ وږی ۹۹): پولیس وایي چې په کابل ښار کې د دوو مقناطیسي ماینونو د چاودنو له امله یو ملکي وګړی وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي چې نن له غرمې مخکې شاوخوا نهه بجې د دغه ښار د اتمې حوزې په ساحه کې د چسپکي ماین د چاودنې له امله یو ماشون وژل شوی دی.
نوموړی وایي، دغه راز د کابل ښار د پنځمې حوزې اړوند هم د مقناطیسي ماين په یوه چادونه کې درې ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
د دغو چاودنو مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دى منلى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن