اسعد اباد (پژواک، ٣١ وږى ٩٩): کونړ کې د نږدې ١٢٠ ميليونه افغانيو په لګښت د يوې پروژې چارې بشپړې او دوو نورو د جوړېدو چارې پيل شوې.
د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د کونړ د کليو پراختيا رييس صفت الله شرفمل وويل چې د نورګل ولسوالۍ په پتڼ سيمه کې د يوه استنادي ديوال چارې بشپړې شوې.
هغه وايي چې پر دغه ديوال ٤٨،٦ ميليونه افغانۍ لګول شوې دي چې ٢٧٥٠ متره اوږدولى، څلور متره لوړوالى او څلور متره پلنوالى لري.
دغه راز ده وويل چې د همدې ولسوالۍ په پنجشير ناو سيمه کې د ١٨٦٨ مترو په اوږدوالي د يوه بل استنادي ديوال د جوړېدو چارې پيل شوې.
هغه زياته کړه چې پر دغه ديوال به ٥٩،٧ ميليونه افغانۍ ولګول شي چې څلور متره لوړوالى او څلور متره پلنوالى لري.
شرفمل دا هم وويل چې د نورګل ولسوالۍ په پتڼ سيمه کې د يوه جومات د جوړېدو چارې هم پيل شوې دي.
ده زياته کړه چې په پر دغه جومات به ١١ ميليونه افغانۍ ولګول شي.
دغه راز د کونړ والي محمد اقبال سعيد وويل چې د دغه جومات د جوړېدو پيسې د ولسمشرۍ د عملياتي ادارې له لوري ورکول کيږي.
والي زياته کړه چې دغه جومات په عصر ډول جوړيږي چې په يوه وخت به د شپږ سوه لمونځ کوونکو ځاى ولري.
د کونړ د چارواکو د معلوماتو له مخې، د يادو استنادي ديوالونو په جوړېدو سره زرګونه جريبه ځمکه د سيلابونو له ګواښونو څخه ژغورل شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن