د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

بلخ کې له جګړې ځپلو زرو کورنيو سره مرستې وشوې

بلخ کې له جګړې ځپلو زرو کورنيو سره مرستې وشوې

Sep 21, 2020 - 11:13

مزارشريف (پژواک، ۳۱وږی ۹۹) : بلخ ولايت کې له زرو اړمنو کورنيو سره د خوراکي توکو او نغدو پيسو مرسته وشوه.

دا مرستې د الکوزي خصوصي شرکت له خوا پر هغو کورنيو ووېشل شوې، چې د جګړو له امله يې خپلې سيمې پرېيښې وې او اوس يې په مزار ښار کې په ناوړه اقتصادي حالت کې ژوند کاوه.

د الکوزي شرکت ځانګړي استازي او په اماراتو کې پخواني جنرال قونسل عبدالصمد افغان د يادو مرستو د وېشلو پر مهال پژواک ته وويل، چې دوی لومړی سروې کړې او د مرستو لپاره يې هغه کورنۍ ټاکلي، چې ډېرې مستحقې وې.

نوموړي زياته کړه، چې په دغو مرستو کې اوړه، وريجې، غوړي، لوبيا، بوره، مالګه، مکروني، کچالو، پياز او يو شمېر نور اړين توکي شامل دي.

د دې تر څنګ هرې کورنۍ سره د زر افغانيو نغدي مرسته هم وشوه.

د افغان په خبره، له دې وړاندې د قرنطين په دوره کې ياد شرکت د بلخ ولايت له ۱۶۵۰۰ اړمنو کورنيو سره مرستې کړې دي.

نوموړي ډاډ ورکړ چې هڅه کوي، څو د ژمي له را رسېدو وړاندې له بېوزله کورنيو سره د اړينو توکو مرسته وکړي.

هغه زياتوي، د خوراکي توکو د مرستې تر څنګ ياد شرکت زرګونه ټوکه قرانکريمونه او تفسيرونه هم په ښه کيفيت چاپ کړي، چې بلخ ولايت کې يې پر ديني عالمانو او مدرسو د وېشلو لړۍ روانه ده.

په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازي ګل رحمان همدرد له ياد شرکت څخه مننه  وکړه، چې په سختو شرايطو کې يې د بلخ د خلکو لاسنيوی وکړ.

هغه له نورو سوداګرو او خيريه موسسو څخه هم غوښتنه وکړه، چې د ژمي له را رسېدو وړاندې د هغو کورنيو لاسنيوی وکړي چې بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.

د همدرد په خبره، د کرونا ويروس او قرنطين له امله خلک ډېر ځپل شوي او لا ډېرو مرستو ته اړتيا لري.

۴۵ کلنه شازيه چې د شپږو بجو مور ده وايي، چې خاوند يې معيوب دی او دا خپله مجبوره ده څو د کورنۍ لپاره خرڅ او خوراک پيدا کړي.

هغې په خپلو خبرو کې مننه وکړه چې مرسته ورسره وشوه، خو زياته يې کړه چې دوی له حکومت څخه د دوامداره مرستو غوښتنه کوي.

دغې مېرمنې پژواک ته وويل: (( چا چې دغه کمک کړی وي، کور يې ودان، لږ تر لږه يوه مياشت خو به دا تشويش راته نه وي، چې څه وخورو، له نورو تجارانو هم غواړو چې غريبانو سره کمک وکړي)).

د بلخ ولايت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو رياست چارواکي تاييدوي، چې دمګړۍ په مزار ښار کې له شلو زرو ډېرې هغه کورنۍ مېشتې شوي، چې د جګړو له امله يې خپلې سيمې پرېيښې دي.

د دوی په خبره، ډېری دغه کورنۍ په ناوړه اقتصادي حالت کې ژوند کوي او بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan