محمودراقي (پژواک، ۳۱ وږی ۹۹): د کاپیسا په تګاب ولسوالۍ کې د پولیسو پر پوستو د وسله والو طالبانو په برید کې د امنیتي حوزې یو قوماندان له پنځو پوليسو سره وژل شوى دى.
د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ امنیه قوماندان محمد نعیم صافي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د طالبانو د ډلې غړو د تېرې شپې په نیمایي کې د تګاب ولسوالۍ په مُحب کلي کې د پولیسو پر پوستو برید کړی او د دواړو خواوو ترمنځ د شپې تر شاوخوا درېیو بجو جګړه روانه وه.
د هغه په خبره، په دغه برید کې د یادې ولسوالۍ د شاه کوټ د امنیتي حوزې قوماندان محمد داوود له پنځو پولیسو سره وژل شوى دى.
خو د کاپیسا یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي وایي چې د طالبانو په دغه برید کې نهه پولیس وژل شوي دي.
صافی وایي چې په دغه بريد کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېر یې نه دی معلوم.
طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن