ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان په ګيزاب ولسوالۍ کې ٢٤ سرتېري وژل شوي

د اروزګان په ګيزاب ولسوالۍ کې ٢٤ سرتېري وژل شوي

author avatar
21 Sep 2020 - 17:43
د اروزګان په ګيزاب ولسوالۍ کې ٢٤ سرتېري وژل شوي
author avatar
21 Sep 2020 - 17:43

ترينکوټ  (پژواک، ٣١ وږى ٩٩) : ځايي چارواکي وايي چې د اروزګان ولايت په ګيزاب ولسوالۍ کې د نښتو پر مهال ٢٤ سرتېري وژل شوي دي.

د  اروزګان د والي مرستيال سيد سادات ناصري د وږي په ٣١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې له درېيو ورځو راهيسې په ګيزاب ولسوالۍ کې سخته جګړه روانه ده.

هغه زياته کړه، چې دوو پوستو تر کلابندۍ وروسته سقوط کړى چې له مله يې ٢٣ پوليس او يو د ملي امنيت سرتېرى وژل شوي دي.

د نوموړي په وينا، اوس د ولسوالۍ پر مرکز او امنيه قوماندانۍ جګړه روانه ده او تر اوسه هيڅ ډول مرسته نه ده ورسېدلې.

د ګيزاب ولسوالۍ د پراختيايي شورا رييس حاجي فريدالله وايي چې له تېرو  درېيو ورځو راهيسې دلته سخته جګړه روانه ده، دولتي ځواکونه محاصره دي، خو له مرکزه هيڅ ډول مرسته نه ده شوې.

هغه زياته کړه چې د تېرو درېيو ورځو په جګړه کې تر ٦٠ زيات سرتېري وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

د فريد په وينا، که چېرې بېړنۍ مرستې ونه رسيږي، نو د لسګونو نورو سرتېرو ژوند هم د مرګ له ګواښ سره مخ کېږي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.