د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د سرور دانش څرګندونو پراخ غبرګونونه راپارولي

د سرور دانش څرګندونو پراخ غبرګونونه راپارولي

Sep 21, 2020 - 15:15

کابل (پژواک، ٣١ وږى ٩٩) : د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش د ولسمشر غني پر وړاندې د افغانستان د بنسټګر احمد شاه بابا او د هېواد تېر تاريخ ته په سپکه کتلي چې له امله يې خلکو پراخ  غبرګونونه ښودلي دي.

سرور دانش چې پرون (يکشنبه) ولسمشر غني سره يوځاى باميان ولايت ته تللى و، يوې غونډې ته چې ولسمشر غني او نورو چارواکي هم په کې ناست وو، يادې څرګندونې کړې دي.

دانش د طالبانو د امارت په اړه د څرګندونو پر مهال وويل:((طالباني نظام د سدوزيي او محمدزيي له سلطنت سره چې له ۱۷۴۷ څخه تر ۱۹۷۸ پورې يې پر افغانستان څه باندې ۲۳۰ کاله حکومت وکړ، د روح او محتوا له نظره هيڅ توپير نه لري.))

د هغه په وينا، په همغو نظامونو کې هم د يوې قبيلې يوې وړې ډلې په موروثي او په استبداد او ديکتاتورۍ پر افغانستان حکومت وکړ، د امارت په نظام کې هم د ټول عمر لپاره د یوه ملت پر برخلیک د اتباعو د اساسي حقونو له رعایت، عمومي ازاديو او حتى له اساسي قانون څخه پرته د يوه فرد حکومت مطرح دی. د امارت نظام له قانونه پورته نامحدود او مطلقه دی.

خوپه اصل کې داسې نه ده، د افغانستان بنسټ ګر احمدشاه بابا د ۱۷۴۷ زيږديز کال کې د لویې جرګې له لوري د افغانستان پاچا غوره شو. او په ۱۹۷۸ م کال یا د ۱۳۵۷ هجري لمریز کال د غويي په اوومه د محمد داوودخان حکومت د یوې کودتا له لارې وپرځول شو .

د ولسمشر ستر سلاکار عبدالرشيد ايوبي په دې اړه په خپل غبرګون کې ويلي، سرور دانش دا ډول څرګندونې په داسې حال کې کړې دي چې له يوې خوا د سولې لپاره هلې ځلې زیاتې شوې او له بلې خوا تر بل هر وخت ملي یووالي او د قومونو ترمنځ رښتيني اتفاق ته اړتیا ليدل کېږي.

هغه زياته کړې، د ولسمشر دويم مرستيال نه باید په داسې حساسو حالاتو کې غير مسئولانه، غير ضروري او زهرجنې څرګندونې کړې واى.

د اطلاعاتو او فرهنګ پخواني وزير کريم خرم په خپل ټويټر کې ليکلي : (( سرور دانش په حکومت کې منفعلانه او "بلي ګويک" نقش لوبوي، په همدې دليل هزاره وطندارانو ترې مخ اړولی او  تجريد کړی يې دی. ))

هغه زياته کړې، اوس د هېواد تاريخ او شخصيتونه په دې هيله توهينوي چې ګواکې په خپل قوم کې به ملاتړ ترلاسه کړي. مګر ګومان نه کوم ګټه ورته وکړي.

د کبير حقمل  په نامه يو تن ليکلي : (( د هېواد په دې خرابو حالاتو کې عقديي  څرګندونې بايد ونه شي، خلک وژل کېږي، هېواد د سقوط په درشل کې دى  او سرور دانش لګيا دى د هېواد مشرانو ته بد رد وايي. ))

نوموړي زياته کړې، افغانان د خپلو شهيدانو، ټپيانو، کونډو او يتميانو ته رسيدګي نه شي کولى او سرور دانش لګيا دى بې ځايه قضاوتونه کوي.

د بشير غفارزي په نامه يو تن هم پر سرور دانش کلکې نيوکې کړې او ويلي يې دي چې هغه د احمد شاه بابا په ګډون د افغانستان اکثريت پاچاهانو ته سپکاوی کړی دی، او بايد بښنه وغواړي.
ده زياته کړې : (( ارګ دې د خپلو بړیڅو خولې ور وتړي او له سیستماتیک سپکاوي څخه دې لاس واخلي، که نه نور خلک شته چې خولې يې ورته بندې کړي.))

د قدرت الله بدلون په نامه بل تن په فيسبوک کې ليکلي، د ولسمشر غني دویم مرستیال سرور دانش د یو لوی او عظیم ملت افتخاراتو، عزت، شرف او تاریخ ته سپکاوی کړی دى.

د هغه په وينا، نوموړي د اوسني افغانستان له بنسټ ایښودونکي د هند او اصفهان فاتح ستر احمد شاه بابا ( رح ) څخه تر سردار محمد داوود خان پورې د ټولو واکمنانو حاکمیت، چې دوره يې ۲۳۰ کاله کېږي د یوې کوچنۍ قبیلې استبدادي، موروثي او ديکتاتوري دوره ياده کړې او د طالبانو امارت سره يې ورته بللې.

بدلون ويلي، سرور دانش ددې حق نه لري چې د دې خاورې اصلي وارثین توهین او تحقیر کړي، دا هېواد چې چا له یرغلګرو خلاص کړی او پر هره لوېشت خاوره یې خپله وینه تویې کړې هغه خلک معلوم دي.

ده زياته کړې : (( دا چې د ولسمشر غني د دویم مرستیال له ادرسه د افغانستان د عزت، شرف او تاریخ سپکاوی کېږي، موږ ته د منلو وړ نه دی او په دې هکله به موږ چوپ پاتې نه شو.))

د سياسي چارو شنونکي نجيب ننګيال هم پر سرور دانش نيوکه کړې چې له احمد شاه بابا را نیولې تر داوودخان پورې يې ټولو واکمنانو ته د دیکتاتور او حکومتونو ته يې د قبیلوي حکومتونو خطاب کړی.

ده زياته کړې : (( شرم دلته دی چې غني ناست او معاون يې داسې چټيات وايي. احمد شاه بابا د معاصر افغانستان بنسټ ایښی او په حکومت کې یې د مختلفو ژبو، قومونو او مذهبونو خلکو برخه درلوده. دانش دې تاریخ د تعصب له عینکو پرته مطالعه کړي.))

د زرمينې کاکړ په نامه يوې نجلۍ په ټويټر کې ليکلي، چې خلک دا ځل له سرور دانشه حساب غواړي، هغه بايد له خلکو څخه بښنه وغواړي.

د کابل پوهنتون استاد فيض محمد ځلاند ويلي چې سرور دانش تل د افغانستان او افغانانو سپکاوی کړی بايد تر قضايي څار لاندې ونیول شي.

ډاکتر لونګ يوسفزي ليکلي چې سرور دانش په خپله متعصب دى چې دفتر کې يې ٩٩ سلنه مامورين ديوې ولسوالۍ اوسېدونکي دي او اوس يې په خپله د افغانستان بنسټ ايښودونکي ته سپکاوى کړى دى.

بادام احمدزي په ټويټر کې ليکلي، چې ډېره د افسوس خبره ده چې د سرور دانش په څېر  متعصب د ولسمشر دويم مرستيال دى.

د سوېل ختیځ زون د ولسونو عالي کمېسیون له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: (( سدوزيانو او محمدزيانو په دې هېواد د خپل سياسي او ټولنيز نفوذ څخه په ګټه د واک په ګدۍ ناست و، نه لکه چنګيزي ښکيلاکګر له بهر راغلي وو او نه يې د نورو قومونو په زوال کې خپل اقتدار لټولی و، واک او په خپله خاوره اختيار يې مسلم حق و.)

سرچينې زياته کړې: ((په تاريخ کې داسې توره پاڼه نه ترسترګو کېږي، چې افغاني واکمنانو د هېواد په دننه د نورو قومونو په رټلو او شړلو خپل باج د ځان کړی، بلکې تل يې د وروڼو په څېر په وياړ غېږه کې ساتلي.))

په خبرپاڼه کې راغلي:(( د باميان په ستيج د سرور دانش له خولې د يو ستر تاريخ په عزت او عظمت خاورې اوړي، يوه تاريخي وياړلې دوره په تورتمونو يادوي، د دې ښکارندويي کوي، چې  دانش له يوې ناعلاجه ناروغۍ ځورېږي، چې هغه تعصب دی، دغه تعصب يې د قم له مدرسې له ځان سره راوړی، په دې هېواد کې يې پاللو او دودولو ته ژمن دی.))

د سوېل ختيځ زون د ولسونو عالي کمېسيون د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش له کرکې او نفرت ډکې څرګندونې غندي او وايي چې دغه کار په لوی لاس ملي يووالی زيانمنوي، زړونه لويوي او د ژورې عقدې تخم شيندي.

د نظر او عمل ټولنې په يوه اعلاميه کې د سرور دانش څرګندونې په کلکه غندلي او غوښتنه يې کړې چې هغه بايد له خلکو څخه معذرت وغواړي.

 

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan