کابل (پژواک، ٣١ وږى ٩٩): افغان دولت او طالبان وايي چې د افغانستان د سولې مذاکراتو کاري طرزالعمل به ډېر ژر نهايي شي.
د طالبانو د قطر دفتر وياند ډاکتر نعيم او د افغان دولت د مذاکراتي ټېم غړي او وياند نادر نادري په يوه ګډه لنډه اعلاميه کې ويلي چې پرون د يکشنبې په ورځ هم د دواړو لورو ترمنځ بله ناسته ترسره شوه.
سرچينې زياته کړې چې په دې ناسته کې چې څو ساعته يې دوام وکړ، د سولې مذاکراتو پر کاري طرزالعمل بحثونه وشول.
په خبرپاڼه کې راغلي، د دغو بحثونو په پايله کې د اختلافي مواردو د حل په برخه کې پرمختګ وشو.
دواړو وياندويانو ويلي چې د افغانستان د سولې مذاکراتو کاري طرزالعمل به ډېر ژر نهايي شي.
له دې مخکې ويل شوي وو چې د داخلي غونډو د طرزالعمل پر دوو مادو د دولت او طالبانو د پلاوو ترمنځ اختلاف دى او دغه اختلاف د اجنډا او د سولې پر اصلي موضوعاتو د بحث مخه نيولې ده.
خو درې ورځې مخکې يوې سرچينې پژواک ته ويلي وو چې له يادو دوو اختلافي مادو څخه يوه حل شوې او دواړه لوري يې په اړه هوکړې ته رسېدلي، خو په دې اړه يې جزئيات ورنه کړل.
د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او طالبانو ترمنځ د بين الافغاني مذاکرات د پرانيستې رسمي مراسم تېره اوونۍ ترسره شول، خو تر اوسه مخامخ خبرې نه دي پيل شوې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن