د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کوټ ولسوالۍ اوسېدونکي: جګړو کې وران شوي کورونه راته ورغوئ

د کوټ ولسوالۍ اوسېدونکي: جګړو کې وران شوي کورونه راته ورغوئ

Sep 21, 2020 - 11:21

جلال اباد (پژواک، ۳۱ وږی ۹۹): د ننګرهار د کوټ ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د حکومت او داعش وسله والو ترمنځ په نښتو او هوايي بريدونو کې يې سلګونه کورونه ړنګ شوي چې د حکومت د بياځلي ژمنو سره لا هم ورته نه دي رغول شوي.

دوی وايي، خپله يې د رغونې توان نه لري او حکومت هم ورته خاص پاملرنه نه کوي، خو ټينګار يې دا دی چې حکومت دې ورسره خپله کړې ژمنه عملي او له دوی سره دې دغه برخه کې مرستې وکړي.

د ځايي خلکو په خبره، کله چې په ۱۳۹۳ کال کې داعش وسله والو سر راپورته کړ نو دې ولسوالۍ کې يې هم فعاليتونه پيل کړل چې خلک يې کډوالۍ ته اړ او بيا وروسته د حکومت او دغې ډلې په جنګونو او هوايي بريدونو کې د دوی سلګونه کورونه ړنګ او وسوځول شول.

هغوى وايي، کله چې دوی پاڅون وکړ او داعش ته يې خپله سيمه کې ماتې ورکړه دا پنځم کال دی چې حکومت ورسره د دوی د کورونو د بيارغونې ژمنه کړې خو لا يې هم دوی ته کورونه نه دي رغولي.

ځايي قومي مشر اميرجان کوټوال پژواک اژانس ته وويل، حکومت ورسره په ځلونو غولوونکې ژمنې کړي او حتی ولسمشر ورسره په ځانګړې توګه ژمنه کړې چې کورونه به يې رغول کېږي خو لا هم سلګونه مېنې ويجاړې پرتې دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، که څه هم سيمه ييزې ادارې سروې کړې وه او د ړنګو شويو کورونو شمېر يې ۱۲سوه ښودلی، خو امکان شته چې له دغې سروې لرې پرتې او غرنۍ سيمې پاتې وي او شمېر يې تر ۱۶سوه کورونو رسېږي.

هغه زياته کړه، همدا اوس هم د دغې ولسوالۍ سلګونه کورنۍ د کورونو د ړنګوالي له امله په نورو سيمو کې د کډوالۍ ژوند کوي او له دولت يې غوښتنه وکړه چې بايد د دوی دا ستونزه حل او خپل ژمنه عملي کړي.

٦٠ کلنه بصري د کوټ ولسوالۍ د سيد احمد خېلو د سيمې اوسېدونکې ده، وايي چې کله  داعش وسله والو جګړې ډېرې کړې، نو دوی مجبور شول پېښور ته کډه وکړي خو کله چې بېرته راستانه شول کور يې ړنګ شوی و او اوس د خپلوانو په کور کې اوسېږي.

هغې زياته کړه: ((دلته داعش راغلي وو، دلته په کورونو کې پراته وو، کورونه يې وران ويجاړ کړل، موږ له دولت نه غوښتنه کو چې کورونه راله جوړ کړي، چې د بل له همسايه توب او کډوالۍ خلاص شو. موږ يې خپله وس نه لرو.))

د همدې ولسوالۍ د سه پای سيمې اوسېدونکی اختر محمد وايي، داعش وسله والو پر دوی د نورو ظلمونو سربېره د دوی کورونه ړنګ، کډوالۍ ته يې اړ او اوس له ستونزو سره مخ دي.

هغه زياته کړه، چې وسله والو ډېر کورونه سوځولي هم دي او له کورونو يې مالونه او نور توکي هم له ځانونو سره وړي و، ځکه خو دوی د دولت مرستې ته اړ دي چې په دغه برخه کې ورسره همکاري وکړي.

د کوټ ولسوالۍ ولسوال نجيب الله رحماني هم پژواک اژانس ته وويل، جګړو په دغې ولسوالۍ کې د ۱۲سوه کورونو، ګڼ جوماتونه، ښوونځي، سړکونه، پلونه او پلچکونه ړنګ کړي دي.

دی وايي، له دغو کورونيو سره شوې ژمنه د پلي کېدو په حال کې ده چې همدا اوس د ۱۷۰ کورونو د رغولو پروژه پيل شوې چې د شولټر پروګرام له لارې به يې کورونه ورغول شي.

هغه زياته کړه، د تخريب شويو سړکونو او ځينو پلونو بيارغونه او دغه راز د اقراء برنامې له لارې د ښوونځيو د ودانيو جوړېدو کارونه هم روان دي.

د داعش وسله والو او حکومتي سرتېرو ترمنځ نښتو د ننګرهار د کوټ ولسوالۍ سربېره د شينوارو شپږ ولسوالۍ او ځينې نورې سيمې هم له ورته برخليک سره مخ کړې دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan