د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

سلګونو ديني عالمانو د بين الافغاني خبرو د بريا غوښتنه وکړه

سلګونو ديني عالمانو د بين الافغاني خبرو د بريا غوښتنه وکړه

Sep 21, 2020 - 16:21

مزارشريف (پژواک، ۳۱ وږى ۹۹): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف کې څه باندې زرو ديني عالمانو او قومي مخورو په يوې غونډه کې د سولې بين الافغاني خبرو د برياليتوب غوښتنه وکړه.

دوی په هغه غونډه کې راټول شوي وو، چې د الکوزي سوداګريز شرکت له خوا پر ديني علماوو، مدرسو او مساجدو د قرانکريم او تفسير د وېشلو په موخه جوړه شوې وه.

د دې تر څنګ دغه ديني عالمان وايي، چې افغانستان کې د جنګ دوام نور د زغملو نه دی او ښکېل اړخونه بايد ژر تر ژره پر يوه بشپړ اوربند توافق وکړي.

د شمال زون د ديني علماوو د ټولنې مشر سيد محسن حسيني پژواک ته وويل، چې افغانان نور له جګړو ستړي او سولې ته اړتيا لري.

هغه زياته کړه، چې د بين الافغاني خبرو پيل د سولې پروسې د برياليتوب برخه کې مهم او اغېزمن ګام دی.

ده غوښتنه وکړه، چې روانې بين الافغاني خبرې بايد په بريالۍ توګه مخ ته لاړې شي.

دغه ديني عالم زياتوي، چې روانې جګړې په تېرو څلورو لسيزو کې له افغانانو زياته قرباني واخيسته او نور يې دوام د  زغملو نه دی.

ديني عالم مولوي محمد رسول بلخي بيا په خپلو خبرو کې له هر څه وړاندې د بشپړ اوربند ټينګېدو غوښتنه وکړه.

هغه همدا راز وويل، چې بين الافغاني خبرې دې د بهرنيو استخباراتي کړيو له لاسوهنې لرې ترسره شي.

نوموړي زياته کړه: (( مهم خبره دا ده، چې د روانې قربانې او وژنې مخه ونيول شي، د دې لپاره اړينه ده چې دواړه جانبه پر اوربند توافق وکړي)).

د هغه په وينا، د افغانستان مطلق اکثريت خلک مسلمانان دي او هر افغان د يوه داسې نظام درلودو غوښتنه لري، چې د خلکو حقوق په کې خوندي وي او جګړه په کې ځای ونه لري.

د ولسمشر ستر سلاکار عبدالرشيد ايوبي هم په دغه غونډه کې ګډون درلود.

هغه په خپلو خبرو کې بين الافغاني مذاکراتو ته په اشارې وويل، چې هيله شته څو د افغانستان څلوېښت کلن ناورين ته د پای ټکی کېښودل شي.

هغه د سولې پروسې او بين الافغاني خبرو په برياليتوب او د جګړې د پای ته رسېدو برخه کې د ديني علماوو او مساجدو رول مهم وباله.

ايوبي له ديني عالمانو وغوښتل، چې هېواد کې د سولې او ټيکاو راتلو په خاطر له خلکو سره همکاري وکړي.

نوموړي افغانان د واحد ملت لرونکي وبلل او له خلکو يې وغوښتل، چې له خپلمنځي اختلافاتو تېر شي.

په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازي ګل رحمان همدرد غونډې ته وويل، چې حکومت بايد د ديني علماوو او مدرسو ستونزې حل کړي.

د همدرد په خبره، حکومت بايد د ديني مراکزو تقويت او همدا راز هغوی سره د همکارۍ لپاره خپل مسووليت ادا کړي.

نوموړي له خيريه بنسټونو او سوداګرو هم مننه وکړه، چې په خپلو مرستو سره يې څه نا څه د ديني مدرسو او عالمانو ستونزې حل کړې دي.

د بلخ د حج او اوقافو رييس مولوي محمد دانشجو له الکوزي شرکت څخه مننه وکړه، چې د بلخ ولايت په څه باندې زرو تنو ديني عالمانو او مدرسو يې قرانکريم او تفسير ووېشل او همدا راز يې د مدرسو او علماوو ستونزو حل کېدو په موخه له هغوی سره نغدي مرسته وکړه.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan