ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نړيوالې ټولنې يو ځل بيا په افغانستان کې د اوربند غوښتنه وکړه

نړيوالې ټولنې يو ځل بيا په افغانستان کې د اوربند غوښتنه وکړه

author avatar
21 Sep 2020 - 15:48
نړيوالې ټولنې يو ځل بيا په افغانستان کې د اوربند غوښتنه وکړه
author avatar
21 Sep 2020 - 15:48

کابل (پژواک، ٣١ وږى ٩٩) : په افغانستان کې د جګړو،نا امنيو او مرګ ژوبلې د زياتېدو له امله نړيوالې ټولنې يو ځل بيا د اوربند غوښتنه کړې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سياسي همکاريو دفتر يوناما د وږي په ٣١مه، په ټويټر کې ليکلي، نن په داسې حال کې د سولې نړيواله ورځ نمانځل کېږي چې يواځې د تېرې شنبې په ورځ  ٢٠ ملکي وګړي وژل شوي او ٣٩ نور ټپيان شوي دي.

سرچينې زياته کړې چې په دې تلفاتو کې ښځې، ماشومان او سپين ږيري هم شامل دي.

 د ملګرو ملتونو يوناما دفتر د ملکي وګړو پر مرګ ژوبلې ژوره اندېښنه ښودلې او د جګړې له ټولو خواوو يې غوښتي چې د ملکي وګړو ژوند ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

دغه راز دغې ادارې د تاوتريخوالي کمولو او اوربند غوښتنه هم کړې ده.

بلخوا اروپايي ټولنې هم د سولې نړيوالې ورځې او د دوحې د هيله بښونکو خبرو په پړاو کې، اروپايي ټولنه د تاوتريخوالي د زياتوالي او په بې ساري ډول د ډېر شمېر ملکي تلفاتو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

ددوى له خوا په يوه ټويټ کې ويل شوي : ((موږ يو ځل بيا پر طالبانو غږ کوو چې همدا اوس تاوتريخوالي ودروي او ژر تر ژره اوربند ته ژمن شي.))

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي سټيفانو ويلي چې د بين الافغانی خبرو پيل د جنګ د ختمولو لپاره يو تاريخي فرصت دی.

هغه په ټويټر کې ليکلي، په دوحه کې د سولې خبرو پيل په افغانستان کې د څو لسيزو جنګ د ختمولو لپاره يو تاريخي فرصت دی او افغانان داسې سولې ته هيله‌من دي چې بشري حقونه يې خوندي کړي.

په افغانستان کې د جرمني سفارت هم په يوه ټويټ کې د بشري اوربند پر ټينګېدو  د ټينګار ترڅنګ د ملکي تلفاتو پر زياتوالي  اندېښنه ښودلې ده.

د جرمني سفارت ويلي چې د تلفاتو زياتېدو کچه هيچا ته د منلو وړ نه ده او نه هم افغانانو له بين الافغاني مذاکراتو دغه ډول هيلې لرلې چې تاوتريخوالى زيات شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.