ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: په بین الافغاني خبرو کې باید د جمهوریت ملاتړ وشي

ولسمشر غني: په بین الافغاني خبرو کې باید د جمهوریت ملاتړ وشي

author avatar
21 Sep 2020 - 09:08
ولسمشر غني: په بین الافغاني خبرو کې باید د جمهوریت ملاتړ وشي
author avatar
21 Sep 2020 - 09:08

کابل (پژواک،٣٠وږى ٩٩): ولسمشر غني بامیان ولايت ته د سفر مهال  وویل چې د لویو لارو امنیت دې  ټينګ او د دښمن د اخاذیو مخنیوى دې وشي. 

له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د بامیان ولایت د عمومي وضعیت ارزولو په موخه، یاد ولایت ته سفر وکړ.  

په خپرپاڼه کې راغلي ،په دغه سفر کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح، د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب او یو شمېر نورو لوړپوړو امنیتي مقاماتو، د جمهوررئیس متلیا کوله.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، ولسمشر غني ددغه سفر پر مهال پر امنیتي او دفاعي لومړیتوبونو په ټینګار وویل، د خلکو ساتنې او د انکشافي پروژو امنیت ته دې جدي پاملرنه وشي او د امنیتي او دفاعي ارګانونو انکشافي او اصلاحي برنامې دې تطبیق شي.

 ولسمشر همدا راز د لویو لارو د امنیت پر تامین، د دښمن د اخاذیو پر مخنیوي او په امنیه قوماندانیو کې د وړتیا او معیار پر بنسټ پر تغییراتو ټینګار وکړ ويې ویل: «هغه امنیتي او دفاعي منسوبین دې تقدیر شي چې په خپلو اجرااتو کې یې له ځانه وړتیا ښودلې ده.» 

ولسمشر همدارنګه ددغه سفر پرمهال ددغه ولایت تاریخي اثار د هېواد لپاره با ارزښتنه بللي او پر ساتنه یې ټنګار کړی دی.

هغه همدارنګه د بامیان ولایت له خلکو غوښتې چې په بین الافغاني خبرو کې د جمهوریت نظام ملاتړ وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.