د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسي جرګه: د ملي دسترخوان پروګرام رد شوی دی

ولسي جرګه: د ملي دسترخوان پروګرام رد شوی دی

Sep 21, 2020 - 17:41

کابل (پژواک، ۳۱ وږی ۹۹): د ولسي جرګې ځینو غړو یو ځل بیا د "ملي دسترخوان" پروګرام غیر شفاف بللی او ویلي یې دي چې دغه برنامه منتفي او رد شو ې ده او اجازه به ور نه کړي چې د دغه پروګرام په اړه د ولسي جرګې مصوبه تر پښو لاندې شي.

ولسمشر د چنګاښ په ۲۹ مه د ملي دسترخوان پروګرام پرانیست او ويې ویل چې د دغې برنامې له لارې به د ۲۴۴ ميلیونه ډالرو په ارزښت خواراکي توکي خلکوته ووېشل شي.

ولسي جرګې د روان کال د چنګاښ په ۳۱مه یاد پروګرام رد کړ؛ خو حکومت هغه ونه مانه او د هغه پر تطبیق یې ټینګار وکړ.

د دغې جرګې د نن ورځې په ناسته کې یو ځل بیا د ملي دسترخوان د پروګرام په اړه خبرې وشوې.

په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو استازي عبدالستار حسیني وویل چې د ملي دسترخوان تطبیق، ملي خیانت دی.

هغه د یادې برنامې پر غیرشفافیت له ټینګار سره وویل: «موږ په افغانستان کې نور لومړیتوبونه لرو چې باید تطبیق شي، نه ملي دسترخوان.»

په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازي عبدالقیوم سجادي هم د ولسي جرګې د پرېکړو نه تطبیق د ملت کور ته سپکاوی وباله او ويې ویل چې یوازې دغه برنامه نه ده، بلکې ډېر تقنیني فرمانونه او لګښتونه ترسره کېږي چې نه قانوني مبنا لري او نه هم پارلمان پرې خبر دی.

نوموړي زیاته کړه، د خلکو اقتصادي ستونزې درک کوي؛ خو د دغه پروګرام لپاره ټوله ځانګړې شوې بودجه غلا  کیږي او د نورو خلکو جیبونو ته ځي.

سجادي وړاندیز وکړ چې حکومت او ولسي جرګه دې مخامخ سره کېني او د اړمنو کسانو لپاره دې د مرستې پر یوه بله طرحه هوکړې ته سره ورسیږي او وروسته دې يې عملي کړي.

 په دغه جرګه کې د هرات د خلکو استازي حبیب الرحمن پدرام، دې ته په اشارې چې د نړیوال بانک له اړوندو ۱۷ پروژو، ۳۲۵ ميلیونه ډالر تنقیص شوي دي، وویل چې د ملي دسترخوان پروګرام ته ځانګړې شوې بودجه کومه تازه بودجه نه ده، بلکې د منظور شوې بودجې د نورو پروژو څخه کسر شوې چې د هغو پروژو تطبیق له ستونزو سره مخ کوي.

د هغه په خبره، شاوخوا ۳۰ سلنه بودجه د ۱۳۹۹ کال اړوند ده او ۷۰ سلنه نوره هغه یې د راتلونکو کلونو د تعهداتو لپاره ده او هڅه کوي چې دغه تعهدات د تمویل کوونکو سره په تفاهم ژر مصرف کړي.

 د جرګې یو شمېر نورو غړو هم د جرګې د مصوبې د دفاع په موخه د یادې جرګې د درېدو غوښتنه وکړه او ويې ویل چې حکومت باید د ولسي جرګې مخالفت ودروي او مصوبې ته یې درناوی وکړي.

 د جرګې رییس میر رحمان رحماني وویل: «د ملي دسترخوان پروګرام په اړه بحث منتفي دی او د مجلس له خوا رد شوی دی.»

 دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په کابل کې په یوه خبري ناسته کې وویل چې د ملي دسترخوان پروګرام فقیرو، بېوزلو او له کرونا ناروغۍ اغېزمن شوو کسانو ته د رسېدنې په موخه د افغانستان د حکومت یو مهم پروګرام دی.

د هغه په خبره، د ملي دسترخوان د برنامې په اړه د ولسي جرګې معلومات لږ وو او د دغې جرګې غړو د معلوماتو د کموالي له امله پرېکړه کړې ده. دغه راز نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان حکومت مسوولیت لري څو خلکو ته رسېدنه وکړي او د نړیوالې ټولنې مرستې را جذب کړي.

 صدیقي له ولسي جرګې غوښتي وو چې د خپلو خلکو او حکومت ترڅنګ ودریږي او له هغو پروګرامونو ملاتړ وکړي چې د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون راولي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan