ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيکا کې سلګونو کورنيو سره مرسته وشوه

پکتيکا کې سلګونو کورنيو سره مرسته وشوه

author avatar
21 Sep 2020 - 12:08
پکتيکا کې سلګونو کورنيو سره مرسته وشوه
author avatar
21 Sep 2020 - 12:08

ښرنه (پژواک، ٣١ وږى ٩٩): په پکتيکا کې له شپږ سوه سيلاب او جګړه ځپلو کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وشوه، خو دغه کورنۍ وايي چې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

په دې وروستيو کې د هېواد د نورو ولايتونو ترڅنګ پکتيکا کې هم سيلابونو خلکو ته ماليي او ځاني زيانونه اړولي دي او دغه راز د جګړې له امله هم زرګونه کورنۍ بې ځايه شوې دي.

په دغه ولايت کې له سيلاب او جګړه ځپلو کورنيو سره د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې له لوري مرستې ترسره شوې.

د دې ادارې مشر علي اقا د وږي په ٣١مه رسنيو ته وويل چې د مرکز ښرنې ترڅنګ په ولسواليو کې هم سيلابونو خلکو ته ماليي او ځاني زيانونه اړولي دي.

ده وويل چې د دغه ولايت له شپږ سوه سيلاب او جګړه ځپلو کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې ترسره شوې.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په يادو مرستو کې وړه، لوبيا، وريجې، غوړي، بوره، شين چاى، د اشپزخانې لوښي، کمپلې، ترپالونه، ستلونه او ځينې نور شيان شامل دي.

علي اقا زياته کړه: ((تر اوسه مو شپږه سوه کورنيو ته مرستې رسولې دي، خو دغه لړۍ به روانه وي.))

بل لورته د برمل ولسوالۍ يو تن اوسېدنکي محمد صابر پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې له څلورو سوو ډېرې کورنۍ د سيلابونو له امله ځپل شوې دي.

هغه وايي: ((د خلکو کورنه وران شوي، ځينې کسان ټپيان شوي، د ډېرو خلکو فصلونه يې خراب کړي، خو زه وايم چې حکومت او موسسې بايد د ژمي له راتګه مخکې د سرحدي سيمو له خلکو سره مرستې وکړي کنه حالت به يې ډېر بد شي.))

دغه راز د مرکز ښرنې د کشيوالو کلي اوسېدونکي برات خان پژواک ته وويل چې سيلابونو د ډېرو خلکو کرنيز محصولات خراب کړي او اوس له لوى زيان سره مخ دي.

هغه زياته کړه: ((زموږ په سيمه کې سيلابونو سلګونه جريبه ځمکه وړې ده، د خلکو د کچالو، بانجان، بادرنګ، غنم، سبزي د مېوو ونې او نور فصلونه يې له ځانه سره وړي دي.))

د پکتيکا يو شمېر نورو سيلاب او د جګړه ځپلو کورنيو غړو ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې حکومت بايد له دوى سره مرستې وکړي، ځکه له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.