ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: د ننګرهار شېرزادو کې لس کلي له وسله والو پاک شوي

چارواکي: د ننګرهار شېرزادو کې لس کلي له وسله والو پاک شوي

author avatar
21 Sep 2020 - 15:42
چارواکي: د ننګرهار شېرزادو کې لس کلي له وسله والو پاک شوي
author avatar
21 Sep 2020 - 15:42

جلال اباد (پژواک، ۳۱ وږی ۹۹): د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، شېرزادو ولسوالۍ کې يې د عملياتو پرمهال سلو وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې او لس کلي يې د دوی له فعاليت څخه پاک کړي دي.

د چارواکو په وينا، دا چاڼيز عمليات د شېرزادو ولسوالۍ په مقام باندې د وسله والو طالبانو تر ډله ييز بريد وروسته پيل شوي چې لا هم دوام لري.

څلور ورځې وړاندې وسله والو طالبانو شېرزادو ولسوالۍ کې د ولسوالۍ د مقام ترڅنګ پر يو شمېر امنيتي پوستو بريدونه وکړل چې دواړو لوريو په کې يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو خبر ورکړ.

په ختيځ کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان بريد جنرال محمد کريم نيازي پرون شېرزادو ولسوالۍ کې يو رسنيز کنفرانس ته وويل، چې د وسله والو له دغه بريد وروسته يې سيمه کې د ګډو ځواکونو عمليات پيل کړي دي.

هغه وايي، په دغو عملياتو کې تر اوسه له سلو ډېرو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او لس کلي يې د دوی له فعاليته پاک کړي دي.

د جنرال نيازي په خبره، وسله والو تر بريد وړاندې په سيمه کې لسګونه ماينونه ځای پرځای کړي چې تر اوسه کشفي ارګانونو له ۷۰ ډېر ماينونه کشف او له منځه وړي دي.

نوموړی وايي، که څه هم حکومت په دې وروستيو کې د سولې په خاطر تعرضي عمليات نه کوي خو که وسله وال طالبان تعرض وکړي ، نو د دوی له دا ډول غبرګون سره مخ کېږي.

هغه بيا هم پر طالبانو غږ وکړ چې جګړه د حل لاره نه ده او نور بايد سوله وکړي.

په ورته وخت کې د سيمې اوسېدونکي وايي چې د جګړو له امله دوی سخت ځپل شوي او بايد حکومت ورسره مرستې وکړي.

امين الله چې څلور ورځې وړاندې يې پر کور د جګړې پرمهال د هاوان مرمۍ لګېدلې وايي، د کورنۍ شپږ غړي يې وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د نوموړي په وينا، مرمۍ له هغه ځايه راغلې چې وسله وال طالبان په کې له حکومت سره په جګړه بوخت و او وايي تر اوسه يې حکومت هيڅ لاسنيوی نه دی کړی.

د شېرزادو ولسوالۍ د ځوانانو د شورا مرستيال نجيب الله شېرزاد وايي، دا ولسوالۍ جګړو ډېره ځپلې، د بيارغونې ترڅنګ يې د روغتيا او پوهنې برخو کې هم خلک له ستونزو سره مخ دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.