ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اريوبي: ګردېز کې به معلولينو ته د زون په کچه د استوګنې اسانتياوې برابرې شي

اريوبي: ګردېز کې به معلولينو ته د زون په کچه د استوګنې اسانتياوې برابرې شي

author avatar
22 Sep 2020 - 15:24
اريوبي: ګردېز کې به معلولينو ته د زون په کچه د استوګنې اسانتياوې برابرې شي
author avatar
22 Sep 2020 - 15:24

ګردېز (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۹۹): د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير وايي چې د زون په کچه په ګردېز کې به د بېوزلو معلولينو لپاره اسايشګاه (د استوګنې اسانتياوې) جوړه شي.

د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير لعل الدين اريوبي ګردېز ته د خپل کاري سفر پر مهال وويل چې د شهيدانو د کورنيو او معلولينو د ستونزو د ښه حل لپاره به ځيني پلانونه عملي کړي چې له ډلې يې يو هم ورته په ګردېز کې د زون په کچه د اسايشګاه جوړول دي.

اريوبي پکتيا ته په خپل کاري سفر کې له ولايتي مسوولينو، د شهيدانو له ځينو کورنيو او معلولينو سره وليدل او د هغوی ستونزې او غوښتنې يې واورېدې.

له نوموړي سره په ليدنه کې د شهيدانو د کورنيو په استازيتوب عبدالله وويل چې د شهيدانو کورنيو ته بايد لازمه پاملرنه وشي، اولادونو ته يې د زده کړې مناسب فرصتونه برابر او د ځينو کلونو پاتې امتيازات يې ورکړل شي.

نوموړی وايي: ((د ډېرو شهيدانو کورنيو ته خپل قانوني حقونه په وخت نه ورکول کيږي، کتابچه يې پر وخت نه ورته جوړيږي، هغوی له ډېرو سختو اقتصادي مشکلاتو سره مخ کيږي، اولادونه يې بې سرنوشته کېږي، د دې ټولو ستونزو د حل لپاره بايد جدي کارونه وشي.))

د معلولينو ټولنې په استازيتوب ګل رحيم د دوی لپاره د استوګنې د مناسب ځای، د فزيکي کار په برخه کې د زمينې برابرولو، په دولتي ادارو کې د معلولو کارکوونکو پر ګومارلو او د ۱۳۹۰ او ۱۳۹۸ کلونو د کلنيو امتيازاتو ځنډېدو برخه کې خپلې ستونزې شريکې کړي.

ده وويل: ((په ټولنه کې د معلولينو د بشپړ ادغام او دې لپاره چې هغوی د نورو د اوږو بار نه وي، بايد د هغوی لپاره مختلف اقتصادي او ټولنيز پروګرامونه پلي او د دوامدار لاسنيوي لپاره د کاري زمينو برابرېدو برخه کې زيات پام وشي.))

د پکتيا والي حليم فدايي د شهيدانو کورنيو او معلولينو ته پاملرنه او ستونزو ته يې پر وخت رسيدګي د دولت مسئوليت ياد کړ او زياته يې کړه چې په دې برخه کې بايد غير دولتي بنسټونه هم پکتيا ته پام وکړي.

 

فدايي وايي: ((د شهيدانو وارثين او معلولين د ټولنې ځانګړی قشر او د زړه درد مو سره شريک دی، ولايتي اداره به له خپلو امکاناتو په کار اخيستو د دوی لپاره ځينې اسانتياوې برابرې کړي. زما غوښتنه دا ده چې د مربوطه دولتي ادارو سربېره موسـسات هم پکتيا کې په دې برخه کې لازم کار او فعاليت وکړي.))

د شهيدانو د کورنيو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير وويل چې شهيدانو د هېواد لپاره خپل ژوند قربان کړی او کورنيو ته يې پاملرنه د دولت سربېره د ټولو افغانانو ټولنيزو مسئوليت دی.

اريوبي پژواک ته وويل، چې دولت معلولينو ته هم توجه لري او ګردېز ته د راتګ موخه يې د شهيدانو کورنيو او معلولينو ته د مناسب ښارګوټي او استوګنځي جوړولو لپاره د ځای مشخص کول، د معلولينو د فزيکي کار لپاره په ګردېز کې د مناسب ځای په نښه کول او ځينې نورې اسانتياوې رامنځته کول دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.