ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان دوو ښارونو د پرانيستې حکومتولۍ نړیوال بهیر غړیتوب ترلاسه کړی

د افغانستان دوو ښارونو د پرانيستې حکومتولۍ نړیوال بهیر غړیتوب ترلاسه کړی

author avatar
22 Sep 2020 - 18:18
د افغانستان دوو ښارونو د پرانيستې حکومتولۍ نړیوال بهیر غړیتوب ترلاسه کړی
author avatar
22 Sep 2020 - 18:18

کندهار (پژواک، ۱ تله ۹۹): کندهار او هرات د هېواد هغه دوه ښارونه دي چې د پرانيستې حکومتولۍ بهیر غړیتوب یې ترلاسه کړی چې دا د پرانيستې حکومتولۍ په برخه کې د پرمختګ پر لور مهم ګام دی.

دغه څرګندونې د پرانيستې حکومتولۍ د دویم ملي کاري پلان پلي کولو په کنفرانس کې وشوې چې په کندهار ولایت مقام کې جوړ شوی و.

په دغه کنفرانس کې د والي او نورو چارواکو ترڅنګ له کابل څخه راغلي د مدني ټولنو د سکرتریت CSJWG مسوول او د افغانستان د پرمختګ او ډیموکراسۍ موسسې رییس عبدالله احمدي، د ملي عمل پلان جوړېدو په اړه د مدني ټولنې استازی او د روڼتیا د څار بنسټ رییس سید اکرام افضلي او نورو ګډون کړی و.

په پیل کې د کندهار والي حیات الله حیات خبرې وکړې او ویې ویل چې افغانستان د هغو هېوادونو په کتار کې راځي چې پرانستې حکومتولۍ ته ژمن دی.

ده زیاته کړه، ناامني د دې لامل شوې چې په ډېرو مواردو کې کار اهل کسانو ته و نه سپارل شي، د ځمکې د غاصبانو مخنیوی و نه شي، حق او عدالت تامین نه شي او د هغو پر وړاندې اقدام و نه شي چې د دولت عواید خپلو جېبونو ته اچوي.

خو له دې سربېره هغه یادونه وکړه چې د پرانیستې حکومتولۍ په برخه کې یې دولتي ادارو ته د خلکو لاسرسی اسانه کړی دی.

هغه د بېلګې په توګه په ولایت مقام کې د خپل کور په نوم د یوه لوی اتاق جوړولو یادونه وکړه چې خلک د خپلو ستونزو د مخامخ شریکولو لپاره راځي او د اړوندو غرفو له لوري ورته لارښوونه کېږي.

د ده په خبره، د ورځې په منځنۍ کچه ۳۰ کسان ولایتي ادارې ته مراجعه کوي او له اړوندو چارواکو سره خپلې ستونزې شریکوي.

ده یادونه وکړه، مهمه دا ده څو د خلکو مشارکت ته زمینه برابره شي او د هغوی رضایت تر لاسه شي.

له کابل څخه راغلي د مدني ټولنو د سکرتریت CSJWG مسوول او د افغانستان د پرمختګ او دیموکراسۍ موسسې رییس عبدالله احمدي وویل، د پرانیستې حکومتولۍ څلور اهداف دي چې روڼتیا، حساب ورکونه، عامه مشارکت او برېښنايي حکومتولي په کې شامله ده.

دی وايي، په افغانستان کې پرانیستې حکومتولي چارې په ۲۰۱۶ زېږدیز کال کې پیل شوي او تر دې مهاله ښه مخ ته تللي خو په دې برخه کې لا ډېر کار ته اړتیا ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.