ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دوو ښځو ډبولو په تړاو درې امنیتي کسان څارنوالۍ ته معرفي شول

د دوو ښځو ډبولو په تړاو درې امنیتي کسان څارنوالۍ ته معرفي شول

author avatar
22 Sep 2020 - 14:09
د دوو ښځو ډبولو په تړاو درې امنیتي کسان څارنوالۍ ته معرفي شول
author avatar
22 Sep 2020 - 14:09

کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ٩٩): پولیسو هغه امنیتي کس چې دوې ښځې یې ډبولې وې، له دوو نورو هغو پولیسو سره یو ځای څارنوالۍ ته معرفي کړی چې د دې پېښې په مخنیوي کې یې بې مسوولیتي کړې وه.

یوې ښځې د وږي په ۲۹مه پژواک خبري اژانس ته ویلي وو چې دا او خور یې هغو کسانو ډبولې چې د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح د موټرو تېرېدو لپاره یې د کابل ښار انصاري څلورلاره کې امنیتي تدابیر نیولي وو.

په یوه ویډیو کې چې د وږي په ۲۸مه پژواک ته په لاس ورغلې وه، ښکاري، یو کس چې شخصي جامې یې پر تن دي، په داسې حال کې پر دوو ښځو ګوزارونه کوي چې یوې خوا ته یې دوه د ساتونکو پلنګي جامو لرونکي کسان او بلې خوا ته یې دوه پولیس ولاړ دي.

په ویډیو کې ښکاري چې پولیس د ښځو ډبولو پر وړاندې هېڅ غبرګون نه ښيي، خو دوه ساتونکي چې پلنګي نظامي جامې لري، هڅه کوي د هغه کس مخه ونیسي چې پر ښځو ګوزارونه کوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین هغه مهال ویلي وو چې په دې تړاو دوه پولیس نیول شوي او هغه کس هم پېژندل شوی چې پر یادو ښځو یې ګوزارونه کړي دي.

ارین نن ویلي، هغه یو امنیتي کس چې دوې ښځې یې ډبولې، له دوو نور هغو پولیسو سره چې د دې پېښې په مخنیوي کې یې بې مسوولیتي کړې وه، له جوړې شوو دوسیو سره څارنوالۍ ته لېږل شوي دي.

ده لیکلي چې څارنوالي به دغه موضوع وڅېړي او پایله به یې له خلکو سره شریکه کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.