ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پولیسو او څارنوالۍ ګډې کمېټې ۱۶۳۷ تورن فراري کسان نیولي

د پولیسو او څارنوالۍ ګډې کمېټې ۱۶۳۷ تورن فراري کسان نیولي

author avatar
22 Sep 2020 - 17:13
د پولیسو او څارنوالۍ ګډې کمېټې ۱۶۳۷ تورن فراري کسان نیولي
author avatar
22 Sep 2020 - 17:13

کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ٩٩): د کورنیو چارو وزارت او لویې څارنوالۍ، پر جرمونو د تورنو فراري کسانو د نیولو ګډې کمېټې تر اوسه له ټولو ۷۶۳۹ فراري کسانو ۱۶۳۷ نیولي دي.

د لويې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي نن د کورنیو چارو وزارت له ویاند طارق ارین سره په کابل کې ګډې خبري ناستې ته وویل، پورته نیول شوي پر جرمونو تورن هغه کسان دي چې له ۱۳۹۵ کال څخه تر ۱۳۹۷ کال پورې یې د نیول کېدو امرونه ورکړل شوي دي.

هغه وویل: «د ۱۳۹۵ کال څخه تر ۱۳۹۷ کال پورې ۵۷۰۵ د نیول کېدو امرونه صادر شوي دي چې ۷۶۳۹ کسان کېږي او دغه کسان ټول په هېواد کې پر جنایي جرمونو، د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي، اداري فساد، نشته یې توکو او نورو جرمونو تورن دي.»

ده زیاته کړه، اوس مهال په هېواد کې د معافیت فرهنګ له منځه تللی او دغه فراري کسان چې د هېواد په هر ځای کې وي، د قانون منګولو ته به وسپارل شي.

ده  وویل چې د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې د دغه وزارت او لويې څارنوالۍ د تورنو فراري کسانو د نیول کېدو لپاره یوه کمېټه جوړه شوې چې د یادو کسانو د نیول کېدو مسوولیت پر غاړه لري.

هغه وویل، د عدلي او قضايي ارګانونو دروازې د ټولو خلکو پر مخ خلاصې دي، خلکو ته د اسنادو وړاندې کولو او نظر ورکولو اجازه ورکول کېږي او تورن کسان دې هم راشي له خپلو ځانونو دې دفاع وکړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طاریق ارین هم په دې خبري ناسته کې وویل چې د تورنو کسانو د نیولو له ۵۷۰۵ امرونه څخه تر اوسه ۱۲۴۶ امرونه پلي شوي دي.

هغه زیاته کړه: «تر اوسه ۱۶۳۷ کسان نیول شوي او د ۶۰۰۲ نورو کسانو څخه چې نه دي نیول شوي ۱۰۸۶ یې هغه کسان دي چې د دښمن (د دولت وسله والو مخالفینو) په سېمو کې ژوند کوي، ۶۹ نور یې د طالبانو سره یوځای شوي، ۱۱۳ کسانو باندې د قانون د حکم پلې کېډو نیټه پای ته رسیدلې او د پاتې نورو کسانو د نیول کېدو کار روان دی او ژر به ونیول شي.»

هغه همدارنګه وویل چې  پر یادو فراري نیول شوو کسانو سربېره، په تېرو شپږو میاشتو کې هم ۲۷۳۵ تنه پر جنایي جرمونو تورن کسان د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.