ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سناتوران: سرور دانش باید د خپلو وروستیو خبرو له امله بښنه وغواړي

سناتوران: سرور دانش باید د خپلو وروستیو خبرو له امله بښنه وغواړي

author avatar
22 Sep 2020 - 17:29
سناتوران: سرور دانش باید د خپلو وروستیو خبرو له امله بښنه وغواړي
author avatar
22 Sep 2020 - 17:29

کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۹۹): د مشرانو جرګې ځینو غړو د امارت او سلطنت د نظامونو په اړه د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش څرګندونې سپکاوی وباله او ویې ویل چې د یوې بهرنۍ اجنډا پر اساس په افغانستان کې قومي تفرقې رامنځته کوي.

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش یوه ورځ مخکې په بامیانو کې ویلي چې امارتي نظام کاملاً استبدادي دی او له هغه سره هېڅ توپیر نه لري، طالبې نظام یا د سدوزیو او محمد زیو سلطنت چې ۲۳۰ کاله یې پر افغانستان حکومتونه کړي دي، د روح او محتوال له مخې هېڅ توپیر نه لري.

هغه ویلي وو چې په هغو نظامونو کې هم د یوې قبیلې یوې کوچنۍ ډلې په میراثي ډول پر افغانستان استبدادي او دیکتاتوري  حکومتونه کړي دي او د امارت نظام هم د یوه – یوه کس حکومت په ډول د مادام العمر په ډول د یوه ملت پر برخلیک مطرح دی او د امارت نظام یو له قانونه پورته، نامحدود او مطلقه دی.

د سرور دانش دغه څرګندونې د مشرانو جرګې د ځینو غړو غوسه راپارولې ده.

په دې جرګه کې د بلخ د خلکو استازې ګلالۍ نور صافۍ وویل: «د دانش خبرې د بهرنيانو اجنډا ده څو د افغانستان خلک ووېشي.»

هغې زیاته کړه چې سرور دانش باید د خپلو خبرو له امله له خلکو بښنه وغواړي.

د هغه په وینا، دا ډول څرګندونې د ګاونډیو هېوادونو لکه پاکستان او ایران ځینې پروژې دي چې په دغه بحراني شرایطو کې د افغانستان د سولې پروسه سبوتاژ کوي.

د دې جرګې بلې غړې فوزیې سادات څمکنۍ هم ورته نظر درلود او ویې ویل چې دغه خبرې په هېواد کې د شته قومونو ترمنځ د تفرقې سبب ګرځي او دانش باید د افغانستان له خلکو بښنه وغواړي.

هغه پر ولسمشر محمد اشرف غني هم نیوکه وکړه او ویې ویل چې ولسمشر باید خپل مرستیال ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان تاریخ او خلکو ته سپکاوی وکړي.

د ولسي جرګې بل غړي غیرت بهیر له دې پرته چې د چا نوم واخلي، وویل چې مسوولین دې خپلو خبرو ته پام وکړي، مسوولانه خبرې دې وکړې او داسې څه دې نه وایي چې د سولې بهیر زیامن کړي.

په دې جرګه کې د زابل د خلکو استازي زلمي زابلي وویل: «که سرور دانش بښنه ونه غوښته، نو خلک به غلي نه شي او د هغه پر وړاندې به ودرېږي، دانش د خلکو او د افغانستان د تاریخ سپکاوی کړی دی.»

د دې جرګې یو شمېر نورو غړو هم له سرور دانش څخه وغوښتل چې له خلکو بښنه وغواړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.