ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو د ولسمشر د مرستيالانو وروستۍ څرګندونې د سولې ضد بللې دي

طالبانو د ولسمشر د مرستيالانو وروستۍ څرګندونې د سولې ضد بللې دي

author avatar
22 Sep 2020 - 17:40
طالبانو د ولسمشر د مرستيالانو وروستۍ څرګندونې د سولې ضد بللې دي
author avatar
22 Sep 2020 - 17:40

کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ٩٩): وسله والو طالبانو د ولسمشر اشرف غني پر دوو مرستيالنو نيوکه کړې چې د سولې ضد دريځونه يې خپل کړي دي.

د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح پرون د سولې نړيوالې ورځې په مناسبت په ارګ کې غونډې ته وویل چې افغانان حیاناک خلک دي خو طالبانو په خپلو کارونو د دوی کلتور، خلک او ښځې "سپکې" کړې دي.

هغه ادعا وکړه چې طالبانو د خپل پنځه کلن واک پر مهال له کومې ځانګړې مقررې پرته عشر او زکات ټول کړی خو هېڅ ثبوت یا سند يې نشته او زیاتره کارونه يې په "انډيوالۍ" ولاړ وو.

د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش دوه ورځې مخکې په بامیان ولايت کې له ولسمشر غني سره د سفر پر مهال په خپله وینا کې د طالبانو واکمني د "سدوزیو او محمدزیو" واکمنۍ ته ورته وګڼله.

سرور دانش هم د طالبانو واکمني "زورواکي او دیکتاتوري" بللې وه چې د خلکو له توند غبرګون سره مخ شوه.

خو طالبانو د تلې په لومړۍ نېټه په يوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دوى له واکمنۍ مخکې او وروسته د دوى په وينا، د افغانانو پر مال او عزت "تېري" وشول او د طالبانو په "اسلامي نظام" کې به د ټولو خلکو حقونه خوندي وي او له هېچا سره به ظلم نه کېږي.

سرچينې زياته کړې، دوی د خپلې واکمنۍ پر مهال د "اسلامي احکامو" له مخې "شریعت" پلی کړی و او که څوک د "فقهي احکامو" تطبیقول د اسلام خلاف کار بولي نو په خبره يې، "ناپوه" او له اسلام سره "نابلد" دي.

طالبانو ويلي چې د اشرف غني د دواړو مرستيالانو څرګندونې د سولې ضد دي.

دوى زياته کړې: ((دا حکومتي څېرې له لومړۍ ورځې د سولې او په هېواد کې د اسلامي نظام د ټينګښت دښمنان دي، په اسلامي نظام کې به ټول افغانان یو د بل وروڼه وي، نظام به د خلکو رښتینی خادم وي، هر چاته به خدای ورکړی شرعي حق رسېږي او له هېچا سره به ظلم نه کېږي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.