ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو په پنجشېر کې پر یوه امنیتي پوسته برید کړی

طالبانو په پنجشېر کې پر یوه امنیتي پوسته برید کړی

author avatar
22 Sep 2020 - 12:09
طالبانو په پنجشېر کې پر یوه امنیتي پوسته برید کړی
author avatar
22 Sep 2020 - 12:09

پاراخ (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۹۹): د دولت وسله والو مخالفینو په شاوخوا دوو وروستیو اوونیو کې د دویم ځل لپاره د پنجشېر په عنابه ولسوالۍ کې پر امنیتي پوسته برید ترسره کړی او سیمه ییز چارواکي وایي چې درې بریدګر نیول شوي دي.

د پنجشېر د والي سرپرست ویاند محمد منصور عنابي وایي چې د طالبانو یوې شپږ کسیزې ډلې نن سهار د عنابې ولسوالۍ اړوند د فراج کلي د دربند پر امنیتي پوسته برید وکړ.

عنابي وایي چې دولتي ځواکونو درې وسله وال طالبان نیولي او په دغه ولایت کې یو ولسي پاڅونوال ټپي شوی دی. هغه زیاته کړه چې نور برید کوونکي طالبان د کاپیسا غرونو ته تښتېدلي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دربند فراج له پنجشېر ولایت سره د کاپیسا ولایت مرز دی او طالبانو د کاپیسا ولایت د لومړۍ حصې ولسوالۍ د سنجن له سیمې پر یاده پوسته برید کړی دی.

طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د احمدشاه مسعود د تلین نمانځنې په ورځ (د وږي په ۱۸مه) هم د پنجشېر پر ابشار ولسوالۍ برید کړی و او ادعا یې کړې وه چې د دولت درې امنیتي سرتېري یې نیولي دي.

پنجشېر د افغانستان له امنو ولایتونو دی چې په لومړیو کې د احمدشاه مسعود په مشرۍ د طالبانو پر وړاندې د مبارزې مهم مرکز بلل کېده.

د راپورونو له مخې د ۱۳۹۲ کال په پسرلي کې د طالبانو یوې اووه کسیزې ځانمرګې جنګي ډلې وکولای شول ځانونه د پنجشېر ولایت ودانۍ ته ورسوي او له هغه وروسته د ۱۳۹۳ کال په پسرلي کې هم د دغې ډلې ځانمرګو جنګیالیو پنجشېر ته په داخلېدو ۱۳ کسان ووژل او ۳۵ نور یې ټپیان کړل.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.