ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملي امنيت ننګرهار کې دداعش او طالبانو دغړو په ګډون ١٢ کسان نيولي

ملي امنيت ننګرهار کې دداعش او طالبانو دغړو په ګډون ١٢ کسان نيولي

author avatar
22 Sep 2020 - 15:10
ملي امنيت ننګرهار کې دداعش او طالبانو دغړو په ګډون ١٢ کسان نيولي
author avatar
22 Sep 2020 - 15:10

جلال اباد (پژواک، ۱ تله ۹۹):  ننګرهار کې د ملي امنيت رياست له لوري د اتو وسله والو په ګډون ۱۲ کسان نيول شوي چې په بېلابېلو جرمونو تورن دي.

د چارواکو د معلوماتو له مخې، نيول شويو کسانو په جلال اباد ښار، اچين، بهسودو او مومندرې ولسواليو کې فعاليتونه ترسره کول.

نيول شوي کسان د تلې په لومړۍ نېټه د ملي امنيت رياست په انګړ کې خبريالانو ته له چاودېدونکو توکوسره وښودل شول.

د ننګرهار د والي مرستيال تميم عارف مومند وويل، د ملي امنيت منسوبينو د ځانګړو عملياتو پرمهال ۱۲ تنه مجرمين د بېلابېلو جرمونو په تړاو نيولي چې اوس تر څېړنو لاندې دي.

هغه زياته کړه، په نيول شويو کسانو کې ۷ وسله وال طالبان، يو د داعش ډلې وسله وال، دوه تنه انسان تښتونکي، يو تن وسله وال تهديد کوونکی او يو تن له جعلي پيسو سره نيول شوي دي.

د والي مرستيال وايي، دغه کسان د جلال اباد ښار ترڅنګ بهسودو، اچين او د مومندرې ولسوالۍ اړوند تورخم ښارګوټي کې نيول شوي دي.

هغه وويل، د ملي امنيت سرتېرو په اچين او سره رود ولسواليو کې د وسله والو له پټنځايونو څخه دوولس کړۍ بېلابېل ډوله ماينونه هم تر لاسه کړي دي.

دی وايي، په دې وروستيو کې وسله والو شېرزادو، حصارک او خوږياڼو ولسواليو کې خپل تحرکات زيات کړي و چې د دوی له کلک مقاومت سره مخ شول او همدا اوس هم شېرزادو کې امنيتي ځواکونه په دفاعي حالت کې دي.

تميم عارف مومند وايي، که څه هم افغان حکومت زيات ټينګار په سوله کوي او له وسله والو طالبانو غواړي چې سوله وکړي خو که بيا هم په ځينو سيمو کې دغه ډله پر افغان ځواکونو بريدونه کوي نو د دوی له کلک مقاومت سره به مخ کېږي.

بلخوا د ملي امنيت اداره وايي، نيول شويو کسانو چې نن يې رسنيو ته وښودل په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.