ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ٢٢ پېښې ثبت شوي او يو کس مړ شوى

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ٢٢ پېښې ثبت شوي او يو کس مړ شوى

author avatar
22 Sep 2020 - 14:02
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ٢٢ پېښې ثبت شوي او يو کس مړ شوى
author avatar
22 Sep 2020 - 14:02

کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٢٢ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۹۰٩٤ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د تلې په لومړۍ نېټه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٣١٢ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ٢٢ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۹۰٩٤ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې اته په دايکنډي، اووه په بلخ، شپږ په کابل او يو هم په ننګرهار ولايت کې پر کرونا اخته شوي دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې هېڅوک له کرونا ناروغۍ څخه بېرته نه دي ښه شوي.

خو په افغانستان کې د کرونا ويرويس له خپرېدو وروسته تر اوسه ۳۲۵۷۶ کسان له دغې ناروغۍ څخه بېرته جوړ شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله يو کس مړى شوى چې له دغې ناروغۍ څخه د ټولو مړو شويو کسانو شمېر ١٤٤٥ ته رسيږي.

د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښوونې جدي عملي کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.