ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​سعودي په افغانستان کې د تاوتريخوالي کمولو د هڅو ملاتړ کوي

​سعودي په افغانستان کې د تاوتريخوالي کمولو د هڅو ملاتړ کوي

author avatar
22 Sep 2020 - 10:28
​سعودي په افغانستان کې د تاوتريخوالي کمولو د هڅو ملاتړ کوي
author avatar
22 Sep 2020 - 10:28

کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ٩٩): د سعودي عربستان حکومت  د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بين الافغاني مذاکراتو پيلېدو ملاتړ کړى دى.

د سعودي د بهرنيو چارو وزارت له خوا تېره شپه ناوخته په ټويټر کې ليکلي چې د سعودي عربستان حکومت د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د پخلاینې وروستۍ خبرې تعقیبوي.

سرچينې زياته کړې چې دوى د پخلاینې له پروسې او هر هغه څه چې په افغانستان کې د امنيت، ثبات او تاوتریخوالي کمولو لامل کېږي، ملاتړ کوي.

د بهرنيو چارو وزارت ويلي، سعودي عربستان تر هغو د افغانانو ترڅنګ ولاړ دی، څو د افغانانو ټولې رښتینې هیلې او غوښتنې پوره شي.

بلخوا په رياض کې د افغانستان سفير احمد جاوېد مجددي د سعودي عربستان د دغه دريځ هرکلى کړى دى.

هغه زياته کړې چې د سعودي عربستان حکومت او مشرتابه تل له افغانستان او افغانانو سره مرستې کړې او د سولې پروسې ملاتړ يې کړى دى.

د يادونې ده، د افغانستان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د بين الافغاني مذاکراتو د پيل رسمي مراسم تېره اوونۍ ترسره شوي او تر اوسه تخنيکي ټيمونه پر طرزالعمل او اجنډا باندې بحثونه کوي، خو کومې پرېکړې ته نه دي رسېدلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.