د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د افغانستان دوو ښارونو د پرانيستې حکومتولۍ نړیوال بهیر غړیتوب ترلاسه کړی

د افغانستان دوو ښارونو د پرانيستې حکومتولۍ نړیوال بهیر غړیتوب ترلاسه کړی

Sep 22, 2020 - 18:18

کندهار (پژواک، ۱ تله ۹۹): کندهار او هرات د هېواد هغه دوه ښارونه دي چې د پرانيستې حکومتولۍ بهیر غړیتوب یې ترلاسه کړی چې دا د پرانيستې حکومتولۍ په برخه کې د پرمختګ پر لور مهم ګام دی.

دغه څرګندونې د پرانيستې حکومتولۍ د دویم ملي کاري پلان پلي کولو په کنفرانس کې وشوې چې په کندهار ولایت مقام کې جوړ شوی و.

په دغه کنفرانس کې د والي او نورو چارواکو ترڅنګ له کابل څخه راغلي د مدني ټولنو د سکرتریت CSJWG مسوول او د افغانستان د پرمختګ او ډیموکراسۍ موسسې رییس عبدالله احمدي، د ملي عمل پلان جوړېدو په اړه د مدني ټولنې استازی او د روڼتیا د څار بنسټ رییس سید اکرام افضلي او نورو ګډون کړی و.

په پیل کې د کندهار والي حیات الله حیات خبرې وکړې او ویې ویل چې افغانستان د هغو هېوادونو په کتار کې راځي چې پرانستې حکومتولۍ ته ژمن دی.

ده زیاته کړه، ناامني د دې لامل شوې چې په ډېرو مواردو کې کار اهل کسانو ته و نه سپارل شي، د ځمکې د غاصبانو مخنیوی و نه شي، حق او عدالت تامین نه شي او د هغو پر وړاندې اقدام و نه شي چې د دولت عواید خپلو جېبونو ته اچوي.

خو له دې سربېره هغه یادونه وکړه چې د پرانیستې حکومتولۍ په برخه کې یې دولتي ادارو ته د خلکو لاسرسی اسانه کړی دی.

هغه د بېلګې په توګه په ولایت مقام کې د خپل کور په نوم د یوه لوی اتاق جوړولو یادونه وکړه چې خلک د خپلو ستونزو د مخامخ شریکولو لپاره راځي او د اړوندو غرفو له لوري ورته لارښوونه کېږي.

د ده په خبره، د ورځې په منځنۍ کچه ۳۰ کسان ولایتي ادارې ته مراجعه کوي او له اړوندو چارواکو سره خپلې ستونزې شریکوي.

ده یادونه وکړه، مهمه دا ده څو د خلکو مشارکت ته زمینه برابره شي او د هغوی رضایت تر لاسه شي.

له کابل څخه راغلي د مدني ټولنو د سکرتریت CSJWG مسوول او د افغانستان د پرمختګ او دیموکراسۍ موسسې رییس عبدالله احمدي وویل، د پرانیستې حکومتولۍ څلور اهداف دي چې روڼتیا، حساب ورکونه، عامه مشارکت او برېښنايي حکومتولي په کې شامله ده.

دی وايي، په افغانستان کې پرانیستې حکومتولي چارې په ۲۰۱۶ زېږدیز کال کې پیل شوي او تر دې مهاله ښه مخ ته تللي خو په دې برخه کې لا ډېر کار ته اړتیا ده.

 

د ملي عمل پلان جوړېدو په اړه د مدني ټولنې استازی او د روڼتیا د څار بنسټ رییس سید اکرام افضلي وویل، ننۍ نړۍ کې دولت د څو تنو مال نه دی، بلکې هغه حکومتونه بریالي دي و تر ډېره پايي چې د خپل ولس غږ اوري.

ده ټینګار وکړ چې د پرانستې حکومتولۍ پروسه باید فرمایشي نه وي باید په حقیقت بدله شي، مهمه دا ده چې څنګه د خپلو خلکو ژوند ښه کولای شو.

ده یادونه وکړه چې حلک باید په پرېکړو کې دخیل شي او د حکومت او ولس تر منځ واټن له منځه یووړل شي.

افضلي وویل اړونده اداره د دې څارنه کوي څو حکومت مجبور پرانستې حکومتولۍ ته مجبور شي.

ده خبر ورکړ چې له ښه مرغه د هېواد دوو مهمو ښارونو کندهار او هرات د پرانستې حکومتولۍ د نړیوال بهیر غړیتوب اخیستی او دا د دې برخې د ودې او ولسوالۍ لپاره یو ښه ګام دی.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan