ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ د صرافانو اتحاديې د رييس تښتولو په اعتراض کې د صرافۍ مارکيټ تړل شوى

د بلخ د صرافانو اتحاديې د رييس تښتولو په اعتراض کې د صرافۍ مارکيټ تړل شوى

author avatar
22 Sep 2020 - 12:02
د بلخ د صرافانو اتحاديې د رييس تښتولو په اعتراض کې د صرافۍ مارکيټ تړل شوى
author avatar
22 Sep 2020 - 12:02

مزارشريف (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۹۹): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د کفايت مارکېټ لسګونو صرافانو اعتراض کړی او خپل دوکانونه يې تړلي دي.

دغه اعتراض په بلخ کې د صرافانو اتحاديې د رييس حاجي عبدالقيوم د تښتولو په غبرګون کې پيل شوی دی.

نوموړی نن سهار د تلې په لومړۍ نېټه له مزارشريف ښار څخه نامعلومه کسانو تښتولی دی.

د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل پژواک ته وويل چې د بلخ د صرافانو اتحاديې مشر حاجي عبدالقيوم نن سهار هغه مهال چې له جوماته د کور پر لور روان و، تښتول شوی دی.

هغه زياته کړه چې دغه پېښه د مزارشريف ښار درېيمې ناحيې اړوند د سياه ګرد سيمه کې رامنځته شوې ده.

نوموړی وايي، پوليسو هڅې پيل کړې څو ياد شخص د تښتوونکو له منګولو راخلاص کړي.

په ورته مهال د مزارښار د کفايت مارکېټ لسګونو صرافانو اعتراض پيل کړی او د تښتول شوي کس د خوشي کېدو غوښتنه کوي.

د کفايت مارکېټ يوه صراف جمعه خان نظري پژواک ته وويل چې له ډېر وخت راهيسې دوى له امنيتي ننګونو څخه ځورېږي.

هغه زياته کړه چې دوه اوونۍ وړاندې د کفايت مارکېټ له دننه څخه يوه صرافي د غلو له خوا ولوټل شوه.

نوموړی زياتوي چې نن سهار د صرافانو اتحاديې مشر تښتول شوی چې په وينا يې، دا د ټولو صرافانو او سوداګرو لپاره د خطر زنګ دی.

د نجيب الله په نوم يوه بل صراف هم پژواک ته وويل چې د بلخ سيمه ييزه اداره د دوی د کاري امنيت په خونديتوب کې پاتې راغلې ده.

هغه زياته کړه چې که وضعيت دغسې دوام وکړي نو دوی مجبور دي خپل دوکانونه وتړي او په کور کېني.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.