غزني ښار (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ٩٩): د څه باندې ١٣ ميليونه افغانيو په لګښت د غزني ښاروالۍ ته ودانۍ جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د غزني ښاروالۍ په یوې پخوانۍ ودانۍ کې وه چې د دغې ادارې د چارواکو په خبره، کارونه يې د ځاى د نشتون له امله له ستونزو سره مخ وو.
خو د يادې ادارې لپاره نن نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
په دې اړه جوړې شوې غونډې ته د غزني والي وحیدالله کلیمزي وويل چې پر دغې ودانۍ څه باندي ۱۳ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دى.
نوموړی وايي چې د تېرو کلونو په پرتله سږکال په غزني کې د بیارغونې ډېر کارونه ترسره شوي دي.
د غزني ښاروال مختاراحمد ملکیار وايي چې د دې ودانۍ چارې دوه کاله وړاندې پیل او څو ورځې وړاندې پاى ته ورسېدې چې نن ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه.
ښاروال وايي: ((تر دې وړاندې د ځاى د کمبود له امله زیاتره کارکوونکي له ستونزو سره مخ وو او نه يې شوای کولای چې د خلکو کارونه پر خپل وخت سره ترسره او خلاص کړي.))
د ښاروال د معلوماتو له مخې، دغه ودانۍ ٢١ ادارې خونې او نور ملحقات لري.
د یادونې ده چې په غزني ولایت کې لسګونه دولتي ادارې خپلې ودانۍ نه لري او خپلې چارې په کرايي کورونو کې پرمخ بيايي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن