د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندهار مشرانو لخوا د ولسمشر د دویم مرستیال څرګندونې وغندل شوې

د کندهار مشرانو لخوا د ولسمشر د دویم مرستیال څرګندونې وغندل شوې

Sep 22, 2020 - 20:45

کندهار (پژواک، ۱ تله ۹۹): د کندهار مخورو او قومي مشرانو د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش هغه څرګندونې وغندلې وړمه ورځ یې په بامیان ولایت کې د خپلې وینا پر مهال د سدوزو او محمدزو د دوزو نظامونه استبدادي بللي وو.

دغه غونډه چې د ولایتي شورا یو شمېر غړو، د ولسوالیو قومي مشرانو او نور په کې ګډون کړی وو د ولس ږغ سیاسي بهیر له خوا را بلل شوې وه.

غونډې یو شمېر مخورو ویناوې وکړې او د ولسمشر د دویم مرستیال څرګندونې یې د افغانستان تاریخي یادښتونو او ارزښتونو ته سپکاوی وباله.

د کندهار د ولایتي شورا غړي حاجي نعمت الله شېردلي وویل، افغانستان د ټولو قومونو ګډ کور دی، ارزښتونه یې شریک دي په کار نه ده چې په دغسې څرګندونو یې په منځ کې تفرقه جوړه شي.

هغه زیاته کړه، د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش په خپلو څرګندونو د هېواد د مشاهیرو سپکاوی کړی او د میلیونونو خلکو زړونه یې خپه کړي دي.

ده غوښتنه وکړه چې د ولسمشر دویم مرستیال دې له ولس څخه رسمي بخښنه وغواړي.

قومي مشر حاجي محمد ولي هوتک وویل، احمد شاه بابا یوازې د افغانستان نه بلکې د ټولې اسیا د تاریخ مهم څپرکی دی، هغه د خپلې واکمنۍ پر مهال د ولس تر منځ ملي وحدت ساتلی و او ولس ورته د یوه اتل په توګه درناوی لري.

د ده په خبره، د دغسې ملي مشاهیرو په اړه د دولت په راس کې د مهمو کسانو ناسمې څرګندونې د تاسف وړ دي.

نوموړي هم وویل چې سرور دانش په خپلو څرګندونو د افغانستان د ارزښتونو سپکاوی کړی دی.

ده زیاته کړه، استاد دانش باید له ولس څخه بخښنه وغواړي او با ځلې د دغسې توهین امیزه خبرو د تکرار جسارت و نه کړي.

بل خوا کندهاري ځوانانو د ولسمشر د لومړي مرستيال سرور دانش د څرګندونو په غبرګون کې د ستر امپراتور احمدشاه بابا مقبرې باندې د هغه د درناوي په موخه د ګلونو ګېډې کېښودله.

دغو ځوانانو د سرور دانش څرګندونې وغندلې او له حکومت څخه يې د دغسې کسانو د محاکمې غوښتنه وکړه.

کندهاري ځوانانو د ولسمشر د لومړي مرستيال سرور دانش د څرګندونو په غبرګون کې د ستر امپراتور احمدشاه بابا مقبرې باندي د هغه د درناوي په موخه د ګلونو هغه ګیډۍ کېښوده چې پکښې د بابا عکس هم ځای پرځای سوی وو.

دوی سرور دانش او نورو هغو کسانو چي ددې ستر انسان د توهین هڅه یې کړي وه، وغندل او د حکومت څخه يې ددغسي کسانو د محاکمې غوښتنه وکړل.

دغو ځوانانو له حکومت څخه د احمدشاه بابا د زیارت داحاطې پارک او کور د استملاک ژر تر ژره جوړولو غوښتنه وکړه.

 

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan