کندهار (پژواک، ۱ تله ۹۹): د کندهار مخورو او قومي مشرانو د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش هغه څرګندونې وغندلې وړمه ورځ یې په بامیان ولایت کې د خپلې وینا پر مهال د سدوزو او محمدزو د دوزو نظامونه استبدادي بللي وو.
دغه غونډه چې د ولایتي شورا یو شمېر غړو، د ولسوالیو قومي مشرانو او نور په کې ګډون کړی وو د ولس ږغ سیاسي بهیر له خوا را بلل شوې وه.
غونډې یو شمېر مخورو ویناوې وکړې او د ولسمشر د دویم مرستیال څرګندونې یې د افغانستان تاریخي یادښتونو او ارزښتونو ته سپکاوی وباله.
د کندهار د ولایتي شورا غړي حاجي نعمت الله شېردلي وویل، افغانستان د ټولو قومونو ګډ کور دی، ارزښتونه یې شریک دي په کار نه ده چې په دغسې څرګندونو یې په منځ کې تفرقه جوړه شي.
هغه زیاته کړه، د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش په خپلو څرګندونو د هېواد د مشاهیرو سپکاوی کړی او د میلیونونو خلکو زړونه یې خپه کړي دي.
ده غوښتنه وکړه چې د ولسمشر دویم مرستیال دې له ولس څخه رسمي بخښنه وغواړي.
قومي مشر حاجي محمد ولي هوتک وویل، احمد شاه بابا یوازې د افغانستان نه بلکې د ټولې اسیا د تاریخ مهم څپرکی دی، هغه د خپلې واکمنۍ پر مهال د ولس تر منځ ملي وحدت ساتلی و او ولس ورته د یوه اتل په توګه درناوی لري.
د ده په خبره، د دغسې ملي مشاهیرو په اړه د دولت په راس کې د مهمو کسانو ناسمې څرګندونې د تاسف وړ دي.
نوموړي هم وویل چې سرور دانش په خپلو څرګندونو د افغانستان د ارزښتونو سپکاوی کړی دی.
ده زیاته کړه، استاد دانش باید له ولس څخه بخښنه وغواړي او با ځلې د دغسې توهین امیزه خبرو د تکرار جسارت و نه کړي.
بل خوا کندهاري ځوانانو د ولسمشر د لومړي مرستيال سرور دانش د څرګندونو په غبرګون کې د ستر امپراتور احمدشاه بابا مقبرې باندې د هغه د درناوي په موخه د ګلونو ګېډې کېښودله.
دغو ځوانانو د سرور دانش څرګندونې وغندلې او له حکومت څخه يې د دغسې کسانو د محاکمې غوښتنه وکړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن