د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

سناتوران: سرور دانش باید د خپلو وروستیو خبرو له امله بښنه وغواړي

سناتوران: سرور دانش باید د خپلو وروستیو خبرو له امله بښنه وغواړي

Sep 22, 2020 - 17:29

کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۹۹): د مشرانو جرګې ځینو غړو د امارت او سلطنت د نظامونو په اړه د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش څرګندونې سپکاوی وباله او ویې ویل چې د یوې بهرنۍ اجنډا پر اساس په افغانستان کې قومي تفرقې رامنځته کوي.

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش یوه ورځ مخکې په بامیانو کې ویلي چې امارتي نظام کاملاً استبدادي دی او له هغه سره هېڅ توپیر نه لري، طالبې نظام یا د سدوزیو او محمد زیو سلطنت چې ۲۳۰ کاله یې پر افغانستان حکومتونه کړي دي، د روح او محتوال له مخې هېڅ توپیر نه لري.

هغه ویلي وو چې په هغو نظامونو کې هم د یوې قبیلې یوې کوچنۍ ډلې په میراثي ډول پر افغانستان استبدادي او دیکتاتوري  حکومتونه کړي دي او د امارت نظام هم د یوه – یوه کس حکومت په ډول د مادام العمر په ډول د یوه ملت پر برخلیک مطرح دی او د امارت نظام یو له قانونه پورته، نامحدود او مطلقه دی.

د سرور دانش دغه څرګندونې د مشرانو جرګې د ځینو غړو غوسه راپارولې ده.

په دې جرګه کې د بلخ د خلکو استازې ګلالۍ نور صافۍ وویل: «د دانش خبرې د بهرنيانو اجنډا ده څو د افغانستان خلک ووېشي.»

هغې زیاته کړه چې سرور دانش باید د خپلو خبرو له امله له خلکو بښنه وغواړي.

د هغه په وینا، دا ډول څرګندونې د ګاونډیو هېوادونو لکه پاکستان او ایران ځینې پروژې دي چې په دغه بحراني شرایطو کې د افغانستان د سولې پروسه سبوتاژ کوي.

د دې جرګې بلې غړې فوزیې سادات څمکنۍ هم ورته نظر درلود او ویې ویل چې دغه خبرې په هېواد کې د شته قومونو ترمنځ د تفرقې سبب ګرځي او دانش باید د افغانستان له خلکو بښنه وغواړي.

هغه پر ولسمشر محمد اشرف غني هم نیوکه وکړه او ویې ویل چې ولسمشر باید خپل مرستیال ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان تاریخ او خلکو ته سپکاوی وکړي.

د ولسي جرګې بل غړي غیرت بهیر له دې پرته چې د چا نوم واخلي، وویل چې مسوولین دې خپلو خبرو ته پام وکړي، مسوولانه خبرې دې وکړې او داسې څه دې نه وایي چې د سولې بهیر زیامن کړي.

په دې جرګه کې د زابل د خلکو استازي زلمي زابلي وویل: «که سرور دانش بښنه ونه غوښته، نو خلک به غلي نه شي او د هغه پر وړاندې به ودرېږي، دانش د خلکو او د افغانستان د تاریخ سپکاوی کړی دی.»

د دې جرګې یو شمېر نورو غړو هم له سرور دانش څخه وغوښتل چې له خلکو بښنه وغواړي.

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار وویل چې دانش یوه ورځ وړاندې په هغو مراسمو کې چې په ارګ کې جوړ شوي وو، خپلو څرګندونو په اړه وضاحت ورکړی او په دې بحراني حالاتو کې چارواکي او د ملي شورا غړي باید مسوولانه خبرې وکړي څو په هېواد کې د سولې پروسې ته زیان ونه رسېږي.

سرور دانش تېره ورځ په هغو مراسمو کې چې د سولې ورځې نمانځلو په مناسبت په ارک کې جوړ شوي وو، وویل: "لازمه ده یادونه وکړم چې په بامیان کې زما په وینا کې ما د جمهوري دولت، امپراتور او امارت ترمنځ هم پرتله کړې وه. له دې پرتلې هدف نه توکميز لید و، نه هم شخصي. ځینو مختلف برداشت کړی دی. موږ خپل ټول تاریخ، کلتور، قومونو، مخورو او پخوانیو او د افغانستان تاریخي څېرو په ځانګړې توګه د نوي افغانستان بنسټ ایښودونکي احمدشاه دراني او شاه امان الله خان غازي او ورته نورو تاریخي څېرو ته ته درناوی لرو. مګر هغه څه چې زموږ د سیاسي تاریخ محتاط او مستند مطالعې او له قانوني، قضایي او مذهبي نظریې څخه زموږ ټولو لپاره یقیني دي، هغه دا ده چې په نننۍ نړۍ کې د حکومتونو او سیاسي سیستمونو مشروعیت، د خلکو رایې او عمومي ټاکنې او د قدرت دوران او د واک سوله ییز لېږد د قانون پر اساس دی او دغه معیار یوازې د جمهوري نظام له لارې ترلاسه کېدای شي، نه د میراثي پاچاهانو یا امارتي سیستم له لارې.

دانش ویلي وو: «دا ډول بحثونه پراخ تاریخي، سیاسي، حقوقي او مذهبي مسایل لري چې باید په دقت، عقلي او عادلانه ډول بیان شي، نه د شخصي ذوقونو او احساساتو باندې. موږ نن ورځ مثبت او رغنده خبرو ته اړتیا لرو. زه د هر چا قضاوتونو او نظرونو ته درناوی کوم او د سالم نقد همدغه ازاده فضا او د نقد زغم واقعاً د جمهوریت یو برکت دی چې ټول اوازونه او ټول قضاوتونه او نظریات په هغه کې متفاوت اورېدل کېږي.»

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan