ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له ملي پروژو د ساتنې په موخه ٢٩٢ ساتونکي فارغ شول

له ملي پروژو د ساتنې په موخه ٢٩٢ ساتونکي فارغ شول

author avatar
22 Sep 2020 - 10:31
له ملي پروژو د ساتنې په موخه ٢٩٢ ساتونکي فارغ شول
author avatar
22 Sep 2020 - 10:31

کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ٩٩): له ملي پروژو او مهمو دولتي ارګانونو د ساتنې په موخه د عامه ساتنې ملي تصدۍ له روزنيز مرکزه ۲۹۲ ساتونکي فارغ شول.

د دې تصدۍ وياند ضياء ودان د تلې په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د عامه ساتنې ملي تصدۍ د روزنې ۷۸يمه دوره پای ته ورسېده او فارغينو ته يې په يوه ځانګړې غونډه کې بري ليکونه ورکړل شول.

تازه فارغ شوو ساتونکو ته د عامه ساتنې ملي تصدۍ لوی رييس مل پاسوال خوشحال سعادت په خپله وينا کې وويل: “تاسو به د اوبو او برېښنا بندونه، کانونه، پوهنتونونه او عامه شتمنۍ ساتئ، دا هغه څه دي چې افغانستان پر پښو دروي، تاسو د افغانستان له ۳۴ ولايتونو څخه راغلي ياست، دا زموږ د ملي يووالي او اتفاق ښکارندويي کوي، ستاسو تمرينات او زحمتونه د قدر وړ دي او زه پر تاسو وياړم”.

هغه سرتېرو ته په ډاګه کړه چې تاسو د عامه ساتنې ملي تصدۍ د منسوبينو په حيث د هېواد له ملي شتمنيو دفاع کوئ، ستاسو ماموريت مهم او اساسي دی.

ضياء ودان وايي چې ياد ساتونکي په عالي، ملي او وطني روحيه روزل شوي، سر له نن څخه به دندې پيل کړي او عملاً به د هېواد د اساسي او حياتي بنسټونو د ساتنې مسووليت پر غاړه واخلي.

د نوموړي په وينا، د عامه ساتنې ملي تصدي، کانونه، د اوبو او برېښنا بندونه، رېل پټلۍ، لاجورد، پوهنتونونه، بانکونه، د اکمالاتو کتارونه او نورې عامه شتمنۍ ساتي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.