ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مېک ماسټر: ټرمپ به افغانستان او نړۍ له ګواښ سره مخ کړي

مېک ماسټر: ټرمپ به افغانستان او نړۍ له ګواښ سره مخ کړي

author avatar
22 Sep 2020 - 10:54
مېک ماسټر: ټرمپ به افغانستان او نړۍ له ګواښ سره مخ کړي
author avatar
22 Sep 2020 - 10:54

کابل (پژواک، د تلې لومۍ نېټه ٩٩): د امريکا د ملي امنيت پخواني سلاکار مېک ماسټر ويلي، که چېرې د افغان سولې پروسه ناکامه شي، نو افغانستان او نړۍ به له ګواښونو سره مخ شي.

نوموړي دغه څرګندونې له امريکايۍ ورځپاڼې (يو اېس اى ټو ډې) سره په ځانګړې مرکه کې کړې او ويلي يې دي چې د ولسمشر ټرمپ د تېروتنو او ناسمو پرېکړو له امله به په امريکا کې يو ځل بيا د ډسمبر د ١١مې په څېر پېښه تکرار شي.

هغه زياته کړې چې ټرمپ به افغانستان، نړۍ، په ځانګړې توګه امريکا له ستر خطر سره مخ کړي دي.

د نوموړي په وينا، ټرمپ له افغانستانه د سرتېرو په ایستلو او د سولې پروسې په پيلولو سره لويه تېروتنه وکړه.

د امريکا د ملي امنيت پخواني سلاکار ويلي، د ډېر فشار د نه موجودیت له امله به د سولې پروسه بريا ته ونه رسېږي چې دا مسئله به نه يوازې افغانستان، بلکې سيمې او نړۍ ته هم زیات خطرونه پېښ کړي.

مېک ماسټر زياته کړې: ((موږ داسې اسانتيا برابره کړه چې طالبان وکړای شي د سولې ملګري شي، خو په حقيقت کې طالبان اسلامي خلافت غواړي او دا اسلامي خلافت د خپل نفوذ لپاره د يوه بنسټ په توګه کاروي.))

هغه همدا راز څرګنده کړې ده چې امریکا باید له یوې دایمي ژمنې سره د افغانستان حکومت او افغان ځواکونو نه ملاتړ وکړي.

مېک ماسټر له دې وړاندې هم ويلي وو چې ټرمپ د طالبانو خوا نيولې ده او افغان حکومت یې پرېیښی دی.

هغه نږدې يو کال د ټرمپ د ملي امنيت سلاکار و او بيا له ټرمپ سره د اختلاف له کبله له دندې ګوښه شو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.