ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان يو ځل بيا په مومنددره کې د تاسيساتو پر جوړولو لاس پورې کړی

پاکستان يو ځل بيا په مومنددره کې د تاسيساتو پر جوړولو لاس پورې کړی

author avatar
22 Sep 2020 - 16:09
پاکستان يو ځل بيا په مومنددره کې د تاسيساتو پر جوړولو لاس پورې کړی
author avatar
22 Sep 2020 - 16:09

جلال اباد (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۹۹): د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ په غوړکي سيمه کې چې شاوخوا ۱۸ ورځې وړاندې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د تاسيساتو جوړېدو پر سر جګړه شوې وه، پاکستان يو ځل بيا د تاسيساتو پر جوړېدو لاس پورې کړی دی.

د سيمې خلک وايي، پاکستاني ځواکونه هغو ځايونو کې تاسيسات رغوي چې کابو شپږ مياشتې وړاندې په کې افغان ځواکونه اوسېدل.

غوړکي د تورخم ښارګوټي ته نږدې هغه سيمه ده چې کلونه نا امنه او د وسله والو طالبانو په لاس کې وه خو څو مياشتې وړاندې پرې افغان ځواکونو عمليات وکړل او سيمه يې له وسله والو پاکه کړه.

د ځايي خلکو په خبره، افغان ځواکونه د ډيورنډ کرښې هغې سيمې ته رسېدلي وو چې پاکستاني ځواکونو پرې اغزن تار تېر کړی؛ خو وروسته يې سيمه پرېيښې او تازه پاکستاني ځواکونو پرې خپل تاسيسات پيل کړي دي.

د پژواک خبري اژانس خبريالان پرون د (وږي ۳١مه) دغې سيمې ته ولاړل او له نږدې يې وليدل چې پاکستاني ځواکونه له اغزن سیمه نږدې يو کيلومتر دېخوا را تېر شوي او د تاسيساتو پر جوړولو بوخت دي.

د سيمې اوسېدونکو پژواک ته وويل چې نږدې ۱۸ ورځې وړاندې د افغان او پاکستاني ځواکونو جګړه د همدغو تاسيساتو پر سر وه خو اوس بيا پاکستان خپل کار پيل کړی دی.

په دې نښته کې د حليم الله لغماني په نوم يو افغان سرتېری شهيد او درې نور ټپيان شول.

د مومنددرې ولسوالۍ قومي مشر ملک عبدالبصير وايي، پاکستاني ځواکونو هغه ځايونه نيولي چې افغان حکومت په کې د ظاهرشاه له واکمنۍ نيولې بیا د ډاکټر نجيب الله تر حکومته پوستې درلودې.

دی وايي، پاکستان په دې ټوله سيمه کې يوازې دوه پوستې درلودې چې يوه يې تورخم کې د اوبو پوسته او بله هم د لوړاګي سيمه کې د رادار پوسته وه.

خو اوس په سيمه کې د هرې لوړې څوکې پر سر د پاکستاني ځواکونو پوستې ليدل کېږي چې د افغان ځواکونو ټولې پوستې ترې لاندې پرتې دي او د هر احتمالي بريد پر مهال افغان ځواکونو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ګواښ له ځان سره لري.

د غوړکي سيمې اوسېدونکی رحمان الله وايي، کله چې افغان ځواکونو د عملياتو پر مهال دا سيمه ونيوله او پورته د غرونو په څوکو يې پوستې جوړې کړې، اوس چې کومه سيمه کې پاکستان پوستې جوړوي، هلته افغان ځواکونو خېمې وهلې وې او څو مياشتې پراته وو.

هغه زياته کړه، افغان ځواکونه چې کله بېرته له دغه ځايه راتلل دوی ورته وويل چې دا ځای پرېنږدي ځکه پاکستاني ځواکونه مخکې راځي خو هغوی ونه منله او سيمه يې خوشې کړه چې اوس په کې پاکستاني ځواکونه مېشت دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.