د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کابل ښار کې د یوه ښارګوټي د لومړي فاز د جوړېدو چارې پیلېږي

په کابل ښار کې د یوه ښارګوټي د لومړي فاز د جوړېدو چارې پیلېږي

Sep 22, 2020 - 14:45

 کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ٩٩): د ښار جوړلو او ځمکو چارو وزارت وايي، د چین هېواد د ۷۱ میلیون ډالرو په مالي لګښت د کابل ښار د دارلامان په سيمه کې د يوه ښارګوټي د لومړي فاز د جوړېدو چارې ډېر ژر پيليږي.

د ياد وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دې ښارګوټي د لومړي فاز تړون د ښار جوړولو او ځمکو وزارت او د ۱۹MCC پلي کوونکي شرکت ترمنځ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ولسمشر پر وړاندې لاسلیک شو.

په خبرپاڼه کې راغلي:«د چين هېواد په مالي مرسته د ياد ښارګوټي د لومړي فاز د چارو پيلېدل د دواړو هېوادونو له ګډو او مهمو پروژو څخه دي چې چارې يې په کابل ښار کې پيليږي.»

سرچينه زياتوي، ټاکل شوې چې د دې ښارګوټي د لومړي فاز بنسټيزې او ودانیزې چارې په راتلونکو ۴۰ میاشتو کې بشپړې او ګټه اخيستنې ته وسپارل شي.

د دې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د دې ښارګوټي لومړی فاز پر ۲۱ هکټاره ځمکه د کابل ښار په دارالامان سیمه کې جوړیږي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې ښارګوټي په لومړي فاز کې ۵۶ استوګنیز بلاکونه چې ۱۴۰۰ مسکوني واحدونه کېږي په پام کې نیول شوي، چې د ۱۴۰۰ استونګې واحدونو له ډلې، ۲۸۰ یې څلور خونې، ۵۶۰ یې درې خونې او پاتې ۵۶۰ یې دوه خونې لري.

سرچينه زياتوي، د عصري سړکونو او پلي لارو او د سرسبزۍ لپاره د قطره یي اوبو سېسټم جوړول، د موټرو پراخ تم‌ځای، د فاضله موادو د مدیریت پرمختللی سېسټم او تصفیه خونې، د اوبو او برېښنا منظمې شبکې، د انټرنېټ او ارتباطي سېسټمونو نصبول، د اوبو زیرمو جوړول، د هر استوګنیز واحد لپاره جلا د تودوخې سېسټم، زرغونه سیمه، ټولنیز او تفریحي پارکونه او سوداګریزې او خدماتي سیمې د دې ښارګوټي د لومړي فاز په تفصیلي پلان کې شامل دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې پروژې د لومړي فاز په بشپړېدو سره به استوګنیز واحدونه د ملکي خدماتو مامورینو ته ووېشل شي او د دې پروژې په پيلي کېدو سره به تر ډېره د کابل ښاریانو د کور نه شتون ستونزه حل، د خلکو پر ټولنیز او اقتصادي ژوند کې د پام وړ بدلون رامنځته او د داسې ورته پروژو لپاره د خصوصي سکټور او تمویلوونکي بنسټونه پانګونې ته زمینه برابره شي.

د ښار جوړولو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د افغانستان او چین هېوادونو ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک د ۲۰۱۵ کال د نومبر په ۳مه د چین هېواد له خوا افغانستان کې د لس زره کورونو د جوړولو په تړاو لاسلیک شو.

د ياد ښارګوټي د لومړي فاز د ځمکې د تصفیې او د مالکیت حق د تثبیت چارې او د یاد ښارګوټي لپاره تفصیلي پلان د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له خوا بشپړ شوی او د دې پروژې تدارکاتي چارې د تدارکاتو ملي ادارې ته وسپارل شوې چې له نیکه مرغه د دې پروژې لومړی فاز د روان کال د غويي په ۲۷ مه د ملي تدارکاتو د کمېسیون له لوري منظور شو.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan