جلال اباد (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۹۹): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې پوليسو په رېنجر موټر څلور ماشومان وهلي چې چارواکي وايي، يو يې مړ شوی او درې نور ټپيان دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د تلې په لومړې نېټه پژواک ته تاييد کړه چې نن تر غرمې مخکې شاوخوا دوولس بجې دغه پېښه د جلال اباد ښار په څلورمه ناحيه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، د لومړنيو معلوماتو له مخې د ښېوې ولسوالۍ د پوليسو موټر چې د جلال اباد ښار د څلورمې ناحيې اړوند قصبې سيمه کې د تېرېدو په حال کې و، څلور ماشومان يې وهلي دي.
د نوموړي په وينا، په دې پېښه کې يو ماشوم مړ شوی او درې نور ټپيان دي چې روغتون ته انتقال شوي دي.
د جلال اباد د حوزوي روغتون يوې سرچينې هم پژواک ته د نوم نه ښودلو په شرط وويل چې د پېښې له ځايه ورته دوه ټپيان او يو جسد چې ټول ماشومان دي انتقال شوي دي.
دې سرچينې زياته کړه چې په ټپيانو کې د يوه روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ دی.
د سيمې يوه اوسېدونکي صاحب الله پژواک ته وويل چې د پوليسو رېنجر موټر ګړندی تګ کاوه چې دا پېښه رامنځته شوه.
بلخوا د ننګرهار د والي وياند عطالله خوږياڼي ډاډ ورکړ چې پېښه تر څېړنو لاندې ده او که پوليس مجرم ثابت شي، قانوني چلند به ورسره وشي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن