ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اريوبي: پکتيکا کې د معلولينو لپاره ښارګوټى جوړيږي

اريوبي: پکتيکا کې د معلولينو لپاره ښارګوټى جوړيږي

author avatar
23 Sep 2020 - 17:08
اريوبي: پکتيکا کې د معلولينو لپاره ښارګوټى جوړيږي
author avatar
23 Sep 2020 - 17:08

ښرنه (پژواک، ٢ تله ٩٩): د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير وايي چې د نورو امتيازاتو ترڅنګ په پکتيکا کې د شهيدانو کورنيو او معلولينو لپاره ښارګوټى هم جوړيږي.

د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير لعل الدين اريوبي د تلې په دويمه پکتيکا ولايت ته د خپل سفر پرمهال د شهيدانو د کورنيو له غړو او معلولينو سره په ګډه غونډه کې وويل چې په دغه ولايت کې د نورو امتيازاتو ترڅنګ به د شهيدانو کورنۍ او معلولينو ته ښارګوټى جوړ شي او هم به کاري فرصتونه ورته برابر کړاى شي.

هغه زياته کړه: ((د شهيدانو کورنيو ته لازمه پاملرنه، اولادونو ته يې د زده کړې فرصتونه را منځته کول، د فزيکي کار په برخه کې د زمينې برابرول، په دولتې ادارو کې د معلولو کار کوونکو ګومارل او د ۱۳۹۰ او ۱۳۹۸ کلونو د کلنيو امتيازاتو ځنډېدو په برخه کې به ځانګړې پاملرنه وشي.))

نوموړي وويل چې په دې اړه يې د ښاروالۍ، ښار جوړونې او له ولايتي نورو ادارو سره خبرې کړي او هغوى د همکاريو ژمنه کړې ده.

دغه راز د پکتيکا والي مجيب الرحمن څمکني وويل چې په دغه ولايت کې د شهيدانو کورنۍ او معلوولين له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

ده وويل: ((امتيازات يې په خپل وخت نه ورکول کيږي، کارتونه ورته نه جوړيږي، د سرپناه ترڅنګ په نورو برخو کې هم ستونزې لري.))

همدارنګه د معلولينو په استازيتوب حکمت يار وويل چې له تېرو درېيو کلونو راهيسې د ډېرو شهيدانو کورنيو او معلولينو ته کلني حقوق يې نه دي ورکول شوي.

نوموړي زياته کړه که په لنډ وخت کې يې ټول حقوق ور نه کړل په لاريونونو  به لاس پورې کړي.

د يادونې ده چې تر دې وړاندې هم د پکتيکا معلولينو د کلني حقوقو د نه ورکولو له امله شکايتونه کړي وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.