ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: کندوز سقوط ته نږدې دى

خلک: کندوز سقوط ته نږدې دى

author avatar
23 Sep 2020 - 15:59
خلک: کندوز سقوط ته نږدې دى
author avatar
23 Sep 2020 - 15:59

کندوز ښار (پژواک، ٢ تله ٩٩): د کندوز ولايتي شورا او اوسېدونکي وايي چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې امنيتي وضعيت تر پخوا ډېر خراب شوى او که چيرې پاملرنه ورته ونه شي نو امکان لري سقوط وکړي.

په دې اړه د کندوز ولايتي شورا غړي امرالدين ولي د تلې په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې وسله وال طالبان د کندوز ښار څنډو ته رسېدلي دي.

هغه وايي: ((طالبان د ښار په يو کيلومترۍ کې دي، شپه ورځ دلته جګړې وي، امنيتي ځواکونه د طالبانو پر وړاندې ناتوانه شوي، که چېرې حکومتي مشران جدي پاملرنه ونه کړي، دغه ولايت به سقوط وکړي.))

دغه راز د ولايتي شورا بل غړى خالدين حکيمي هم يادې څرګندونې تاييدوي او وايي چې د همدې جګړو له امله سلګونه کورنۍ بې ځايه شوې دي.

ده هم پر حکومتي چارواکو غږ وکړ چې د کندوز د امنيت د ټېنګښت لپاره جدي پاملرنه وکړي.

همدارنګه د کندوز ښار يوه اوسېدونکي ادم خان پژواک ته وويل، که د طالبانو د ځواکمن کېدو مخه ونه نيول شي، په څو ورځو کې به طالبان د ولسواليو ترڅنګ د کندوز ښار هم ونيسي.

ده زياته کړه: ((د اوسني حالت په اړه موږ بيخي اندېښمن يو، مسوولين سمه پاملرنه نه کوي، بېخي وضعيت خراب دى.))

د کندوز ښار بل اوسېدونکي حاجي محمد رحيم پژواک ته وويل چې هره شپه د جګړو له امله خلک خوب نه شي کولاى.

هغه زياتوي: ((ښځې او ماشومان او نور ټول په وېره کې دي، هره شپه جنګ وي، تقريبا له نيمايي نه ډېر کندوز د طالبانو په لاس کې دى.))

د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې هرڅه ژر بايد د امنيت د ټېنګښت لپاره جدي ګامونه واخيستل شي.

د يادو څرګندونو په اړه د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال فقير محمد جوزجاني پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې امنيتي وضعيت يو څه خراب شوى دى.

خو دى وايي چې په دغه ولايت کې د امنيت د ټېنګښت په موخه يې منظم پلانونه جوړ کړي چې په پلي کولو سره به يې د امنيت په برخه کې د پام وړ مثبت بدلون راشي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.