کابل (پژواک، ۲ تله ۹۹): د احصایې او معلوماتو ملي اداره په داسې حال کې چې تر راتلونکې یوې میاشتې په برېښنایی پېژندپاڼو کې د مور نوم شاملولو د پیل خبر ورکوي، وايي چې تر دې دمه له یو ميلیون ډېرو کسانو ته برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.
په برېښنایي پېژندپاڼو کې د مور د نوم لیکل چې په دې وروستیو کې د دولت د کابینې له خوا تایید شول، د ولسمشر غني له خوا توشيح شوی دی.
د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې عمومي رییس احمد جاوید رسولي نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د مور د نوم د لیکلو بهیر چې په پېژندپاڼو کې یې اوس لیکل اختیاري دي، په راتلونکې یوه میاشت کې به پیل شي.
نوموړی وایي، هغه کسان چې نه غواړي د مور نوم یې په تذکره کې ولیکل شي، وبه نه لیکل شي.
د مرکزي احصایې رییس په نننۍ ناسته کې د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش د مرکزونو او د وېش د بهیر په اړه هم خبریالانو ته معلومات ورکړل.
د نوموړي په خبره، په هېواد کې د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش له پیله تراوسه له یو ميلیون څخه ډېرو خلکوته دغه پېژندپاڼې وېشل شوې دي.
هغه وایي چې د برېښنایی تذکرو د وېش د بهیر ګړندي کولو لپاره دوی په هېواد کې دننه او بهر د دغو پېژندپاڼو د وېش مرکزونه رامنځته کول او ډېرول غواړي.
هغه همداراز څرګنده کړه چې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش ۴۵ مرکزونه او په ایران کې د دغو تذکرو د وېش دوه مرکزونه فعالیت کوي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په نږدې راتلونکي کې به متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او پاکستان کې د افغان کډوالو لپاره هم د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش مرکزونه جوړ او د توزیع بهیر به یې پیل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن