جلال اباد (پژواک، ۲ تله ۹۹): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو جلال اباد ښار کې د عملياتو پرمهال د داعش ډلې د ختيځ زون د هدفي وژنو د مسوول او يو ځانمرګي په ګډون څلور وسله وال وژلي دي.
د چارواکو د معلوماتو له مخې، عمليات تېره شپه د جلال اباد ښار د څلورمې ناحيې اړوند بيزاکمالاتي سیمه کې شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د تلې په ۲مه پژواک اژانس ته وويل، تېره شپه د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو (صفر دوه) قطعې د جلال اباد ښار د څلورمې ناحيې اړوند بيز اکمالاتي سيمه کې ځانګړي عمليات ترسره کړي دي.
هغه زياته کړه، په عملياتو کې څلور وسله وال وژل شوي چې يو يې د داعش ډلې د ختيځ زون د هدفي وژنو مسوول، بل تن د ځانمرګو بريدونو تنظيمونکی چې د عملياتو پرمهال يې خپله هم ځانمرګی واسکټ اغوستى و، شامل دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، يادو وسله والو د عملياتو له پيل سره سم عمليات کوونکو ځواکونو سره مقاومت کړی چې د نښتې پرمهال وژل شوي دي.
د خوږياڼي په خبره، د بريدګرو له ډلې يوتن ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه هم ورکړې او دغه راز يې له يادو کسانو نغدې پيسې، وسلې، چاودېدونکي توکي، يو عراده ريکشا او يو کرولا موټر هم ترلاسه کړي دي.
د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو (صفر دوه) قطعې هم پژواک ته په لېږلې خبرپاڼه کې د يادو عملياتو پخلی کړی دی.
داعش وسله والو تراوسه په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن