کابل (پژواک، ۲ تله ۹۹): د یوه ناروغ خپلوانو د استقلال روغتون ډاکتران وهلي او ډبولي او د دې پېښې په تړاو د کابل پولیسو دوه کسان نیولي دي.
د استقلال روغتون سرطبیب ډاکتر احمد جاوېد یوسف پور د زمري په دویمه پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا اته بجې د استقلال روغتون د جراحي په څانګه کې رامنځته شوه.
هغه زیاته کړه: «د ترافیکې پېښې یو ټپي نن سهار روغتون ته انتقال شو او ډاکترانو ورته رسېدنه وکړه؛ خو د هغه موټر چلوونکي له تېښتې وروسته چې پېښه یې کړې وه، د ناروغ پایوازانو پر ډاکترانو برید وکړ او هغوی یې ووهل.»
نوموړی وایي چې یادو کسانو د اوسپنیزې میلې په وسیله یو ډاکتر د سر په برخه کې ټپي کړی چې اوس مهال بستر دی.
هغه زیاته کړه چې د ناروغ دوه خپلوان د شپږمې امنیتې حوزې د پولیسو له خوا نیول شوي دي.
په همدې حال کې د یاد روغتون د جراحي خدماتو د ډاکټرانو له ډلې څخه ډاکټر عتیق الله انورزي د پېښې په تایید پژواک ته وویل چې ناروغ بستر دی او روغتیایي وضعیت یې هم د ډاډ وړ دی.
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ناروغ خپلوانو ډاکټران د هغوی ناروغ ته د پاملرنې نه کولو په له امله وهلي دي.
هغه وویل، ټول هغه کسان چې د استقلال روغتون د روغتیایي کارکوونکو په وهلو کې یې لاس درلود، د پولیسو له خوا نیول شوي دي.
نوموړی وایي چې قضیه تر څیړنې لاندې ده او په جدي ډول څارل کیږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن