ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې دلمریزې او بادي برښنا څلور تړونونه لاسلیک شول

د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې دلمریزې او بادي برښنا څلور تړونونه لاسلیک شول

author avatar
23 Sep 2020 - 21:54
د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې دلمریزې او بادي برښنا څلور تړونونه لاسلیک شول
author avatar
23 Sep 2020 - 21:54

کابل (پژواک، ۲ تله ۹۹) : له لمریزې او بادي سرچینو څخه د انرژۍ د تولید په موخه د خصوصي او عامه مشارکت څلور پروژو تړونونه لاسلیک شول.

له ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ څخه د وتلې په ۲مه، پژواک ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، دولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې نن ماسپښین د افغانستان برېښنا شرکت رئیس داوود نورزي او د زولرستان، ساختماني ۷۷ او کواټرو ساختماني شرکتونو ترمنځ، د امریکا متحدو ایالتونو پرمختیایي ادارې (USAID) په مالي مرسته له لمریزې او بادي سرچینو څخه د انرژۍ د تولید په موخه د خصوصي او عامه مشارکت څلور پروژو تړونونه لاسلیک شول.

سرچینې زیاته کړې، د امریکا متحدو ایالتونو د سفارت شارژدافیر هم حضور درلود په پیل کې د پانګونې اسانتیا واحد رئیس عطاالله نصیب وویل، ولسمشر پر ځان د هیواد د بسیاینې او پانګونه کې د خصوصي سکتور دجذب په موخه ‎د پانګونې اسانتیا واحد ایجاد کړی دی.

هغه زیاته کړه، دغه څلور تړونونه د افغانستان برېښنا شرکت د سترو تړونونو له جملې څخه دي چې ۱۶۰ میلیون ډالر پانګونه په کې شوې او له ۱۸ څخه تر ۲۷ میاشتو موده کې به د تولیدي ظرفیتونو شبکه کې کابو ۱۱۰ میګاواټه برېښنا زیاته شي.

وروسته د افغانستان برېښنا شرکت رئیس داوود نورزي له لمریزې او بادي سرچینو څخه د انرژۍ د تولید په موخه د خصوصي او عامه مشارکت څلور پروژو د تړون په اړه معلومات وړاندې کړل.

نوموړي د برېښنا انرژۍ په برخه کې د امریکا متحدو ایالتونو له مرستو د مننې پر مهال وویل، د افغانستان برېښنا شرکت د بریالیتوب معیار د پېرېدونکو رضایت او موخه مو د لا زیاتو خدماتو برابرول، پر ولایتونو د تمرکز زیاتول او د عوایدو لوړول دي.

وروسته په افغانستان کې د امریکا متحدو ایالتونو د سفارت شارژدافیر راس ویلسن وویل، برېښنا ته د افغان ولس لاسرسی د دوی د ژوند د ښه والي لپاره مهم دی. د تجدید وړ انرژۍ د نننیو تړونونو لاسلیک د افغانانو د ژوند د ښه والي، افغان متشبثینو او اقتصادي ودې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د هڅو یوه برخه ده چې د متحدو ایالتونو اوږدمهال تعهد څرګندوي.

راس ویلسن ټینګار وکړ چې هیڅوک دې د دواړو هیوادونو د ګډو ګټو پر قوت او ارزښتونو چې موږ یې سره پیوند کړي یوو، شک نه کوي.

هغه زیاته کړه، د امریکا متحده ایالتونه د افغانستان اسلامي جمهوریت او افغان ولس سره د سولې او امنیت، اقتصادي هوساینې او له فرصتونو او حقونو څخه د برخمنېدو په برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

ولسمشر غني دغو مراسمو ته په وینا کې وویل، د خوښۍ ځای دی چې د انرژۍ په برخه کې د خصوصي سکتور د پانګونې شاهدان دي.

هغه زیاته کړه، د افغانستان برېښنا شرکت له بین المللي بنسټونو او خصوصي برخې سره په همکارۍ د برېښنا ملي شبکې د ایجاد لیدلوری ممکن کړ.

هغه د بادي، لمریزې او اوبو برېښنا انرژۍ د تولید په برخو کې د افغانستان ظرفیت ته په اشارې وویل، انرژي د زېربناوو زېربنا ده او موږ د تجدید وړ او باوري انرژۍ ته له لاسرسي پرته پر صادرونکي هیواد نشو بدلېدلی.

جمهوررئیس غني، کرونا ویروس سره د مبارزې په دوره کې د خصوصي سکتور ګډون وستایه وې ویل، خصوصي سکتور کولای شي د برېښڼا د تولید، لېږد او وېش په برخو کې له دولت سره ګډ کار وکړي.

د یادونې وړ ده،. چې په دغو پروژو کې چې د امریکا متحدو ایالتونو پرمختیایي اداره یې تمويلوي په بلخ ولایت کې د ۴۰ میګاواټه لمریزې انرژۍ، د کابل نغلو د اوبو پر بند څرخېدونکې لمریزې برېښنا انرژۍ ۲۰ میګاواټه، په هرات ولایت کې د ۲۵ میګاواټه بادي او ۲۵ میګاواټه لمریزې څرخېدونکې برېښنا پروژې شاملې دي.

Visits: 9

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.